عبدالله عبدالله: پاکستان دې د افغان کډوالو په جبري اېستلو له سره غور وکړي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

د افغانستان په پخواني حکومت کې د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ د لړم په ۱۳مه نېټه د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغان کډوالو د اېستلو په پرېکړه له سره غور وکړي.

ښاغلي عبدالله د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستان د وروستۍ پرېکړې د پایلو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل: «په ډلییزه توګه د افغانانو اېستل دوی د بې کوره کېدو او روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له ګواښ سره مخ کوي او د ژمي په رارسېدو سره به لوی بشري ناورین رامنځته شي.»

عبدالله له څو لسیزو راهیسې له افغان کډوالو څخه د پاکستان له کوربتوبه د ستاینې تر څنګ له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې پر خپلې دغې پرېکړې له سره غور وکړي.

نوموړي له نړیوالو مرستندویه بنسټونو هم وغوښتل چې د هغو افغان کډوالو اړتیاوې پوره کړي چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي دي.

عبدالله عبدالله په خپله فېسبوک پاڼه کې همداراز لیکلي: «زموږ په زرګونو هېوادوال چې دمګړۍ بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي، خوراکي توکو، سرپناه او روغتيايي خدمتونو ته بېړنۍ اړتيا لري.»

سره له دې چې په جبري توګه له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل د تېر حکومت د مسوولانو، طالب چارواکو او د نړیوالو له سختو غبرګونو سره مخ شوي خو پاکستاني چارواکي همداراز په خپل دریځ ټینګار کوي او دا پرېکړه نه بدلیدونکې بولي.

د پاکستان حکومت چې د ناقانونه افغان کډوالو ته له دې هېواده د وتلو یوه میاشت وخت ورکړی و، له تیرې چهارشنبې راهیسې یې له ټول پاکستان څخه د افغانانو د نیولو او ویستلو لړۍ پیل کړې ده.

نور خبرونه

رادیو