د ازبکستان ولسمشر: سوله ییز او باثباته افغانستان د سیمې هیوادونو په ګټه دی

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف یو ځل بیا په سیمه کې د سوله ییز او باثباته افغانستان ته پر اړتیا ټینګار وکړ. تر دې مهاله ازبکستان د نړۍ یو له هغو څو ګوتوپه شمېر هیوادونو څخه دی چې له طالبانو سره په بیلابیلو برخو کې نږدې اړیکې پالي.

په کابل کې د ازبکستان سفارت رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې همداراز زیاته کړې چې، د دغه هیواد ولسمشر د تُرک هیوادونو سازمان په سرمشريزه غونډه کې چې د قزاقستان په استانه ښار کې جوړه شوې وه، د خبرو پرمهال وویل چې د نورو نړیوالو پیښو له امله باید افغانستان هېر نه شي.

د ازبکستان ولسمشر ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د جدي ټولنیزو ستونزو د حل په موخه د ځانګړو میکانیزمونو د جوړېدو غوښتونکی دی، نه دا چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو رسولو بهیر کمزوری کړي.

د یادولو ده چې تېره اونۍ د ازبکستان د حکومت یو پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه‌یوف په مشرۍ کابل ته راغی او د ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي په ګډون یې له یو شمیر طالب چارواکو سره په جلا جلا توګه وکتل.