د طالبانو کډوالو چارو وزارت: د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې له پاره پلان لرو

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

د طالبانو کډوالو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له مشر دانیېل انډرس او د (یو این اېچ سي آر) او (ای او ام) موسسو له استازو سره په کتنه کې د راستېدونکو کډوالو د ستونزو حل په اړه خبرې وکړې.

دغه وزارت په اېکس ټولنیزه پاڼه د دې لیدنې موخه د راستنېدونکو کډوالو په ستونزو، بنسټیزو حل لارو، دایمي سرپناه او د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه خبرې بللې دي.

ښاغلي انډرس د کډوالو پر اوسني حالت د اندېښنې په څرګندولو سره د کډوالو ستونزو ته پر رسېدنې او ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

له دې سره، د طالبانو د کډوالو سرپرست وزیر بیا د راستنېدونکو کډوالو له تثبیت او لنډمهاله ځای پرځای کېدنې نیولې تر دایمي يوځای کېدو او کاري فرصتونو د برابرولو د پلان خبر ورکړ.

د نوموړي په خبره، د رهبرۍ په کچه اړونده مسوولان ددغه پلان د پلي کولو له پاره په تورخم او سپین بولدک کې راستنیدونکو کډوالو ته د رسېدنۍ له پاره ورغلي دي.

د کډوالو چارو وزارت سرپرست له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د افغانانو په کوربه هېوادونو فشار راوړي چې د کډوالو د حقونو له نقض څخه لاس واخلي.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې زرګونه کډوال له تېرو څو ورځو راهیسې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته له خپلو کورنیو او کډې سره د اوښتو لپاره په تمه دي.

د دغو کډوالو په خبره، سره له دې چې د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند سره مخ دي او په جبري توګه اېستل کیږي، خو ددوی د بایومټریک او تلاشۍ بهیر هم پڅ روان دی او له څو شپو راهیسې تراوسه پورې نه دي توانېدلي چې له کرښې واوړي.

روان وضعیت ته په کتو سره داسې ښکاري چې د کډوالو د اېستلو او له کرښېڅخه د اوښتو بهیر به څو میاشتې دوام وکړي او ډیر شمېر خلک به له خورا ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

نور خبرونه

رادیو