طالبانو د افغان کډوالو له حقونو څخه د دفاع په موخه د حقوق پوهانو کميټه جوړه کړه

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

د طالبانو تر لاس لاندې باختر اژانس د طالبانو د رییس الوزرا په حکم د افغان کډوالو له حقونو څخه د دفاع په موخه د حقوق پوهانو د یوې کمیټې د جوړیدو خبر ورکړ.

ملا محمد‌‌حسن د جمعې په ورځ پر پاکستان نیوکه وکړه او ویې ویل چې پاکستاني پولیس د افغان کډوالو مال او ملکیتونه ضبطوي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پر دوام د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر وايي، په پاکستان کې د څه باندې څلور میلیارد ډالرو په ارزښت د افغان کډوالو شتمنۍ ضبط شوې دي.

خان جان الکوزي افغانستان انټرنېشنل ته وویل: «د سوداګریزو توکو څلور زره کانټینرونه د کراچۍ په بندر کې پاتې دي او دغه راز په پاکستان کې د افغانانو له خوا د جوړو شویو ۵۰۰ فابریکو برخلیک روښانه نه دی.»

ملا محمد‌حسن د جمعې په ورځ د لړم په ۱۲مه په پاکستان کې د افغان کدوالو د اېستلو او د شتمنیو د ضبطولو په اړه توند غبرګون وښود.

په دې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې کډوال حق لري یوازې ۵۰ زره پاکستانۍ کلدارې چې ۱۸۰ ډالر کیږي له دغه هېواده وباسي.

د طالبانو تر لاس لاندې باختر اژانس د خبر له مخې، دغه کمېټه به د افغان کډوالو حقونو ته د رسېدنې او د قانوني لارو چارو په برخه کې فعالیت وکړي.

له پاکستانه د کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو د اېستلو بهیر له پیل وروسته له کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

نور خبرونه

رادیو