د طالبانو امر بالمعروف په کابل او فاریاب کې په موټرونو او ودونو کې د موسیقۍ غږول بند کړل

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

په کابل کې د طالبانو امر بالمعروف له موټر چلوونکو غوښتي چې له محرم او له شرعي حجاب پرته په موټر کې د ښځو له کېنولو ډډه وکړي.

په کابل او فاریاب کې د طالبانو مامورانو هم په موټرو او د ودونو په تالارونو کې د موسیقۍ غږول منع کړل.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د شنبې په ورځ د لړم په ۱۳مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په کابل کې د دغه وزارت چارواکو له موټر چلوونکو او خلکو غوښتي، چې د دې ډلې اصول په پام کې ونیسي.

دغه وزارت ویلي چې، د طالبانو د مشر د امر د پلې کولو په موخه يې پوستې جوړې کړې او د دغه وزارت چارواکي خلکو ته د ملا هبت الله د امر عملي کولو سپارښتنه کوي.

دغه وزارت همداراز په یوه جلا خبر پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو امر بالمعروف په فاریاب ولایت کې د ودونو له شپږو تالارونو لېدنه کړې ده.

ددغه وزارت په وینا، د دې ډلې محتسبانو د تالارونو مالکانو ته امر کړی چې د شریعت سره سم د واده مراسم ترسره کړي او له بې حجابۍ او د موسیقۍ د غږولو مخه ونیسي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په تېرو څه باندې دوو کلونو کې ګڼ فرمانونه خپاره کړي او سخت بندیزونه لګولي دي.

یو شمیر هیوادوال وايي، د دغه وزارت استازي د خلکو په شخصي ژوند کې لاسوهنه کوي او په بیلابیلو پلمو ښاريان ځوروي.

نور خبرونه

رادیو