د بشري حقونو څار سازمان:د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د ښځو او نجونو ستنول ظلم دی

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

د بشري حقونو‌‌ څار سازمان د ښځو څانګې مسوله هېدربار وايي، افغانستان ته د ستنېدونکو ښځو او نجونو حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کېږي او له خپلو لومړنیو حقونو به بې برخې کیږي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، کابو ۸۵۰ زره ښځې او نجونې له پاکستانه د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د بشري حقونو څار سازمان د ښځو څانګې مسولې هېدربار همداراز زیاته کړې چې: «۸۵۰ زره ښځې او نجونې داسې یوه هېواد ته شړل کیږي چې هلته له زده کړو، کار، ګرځېدو، روغتیایي خدمتونو او مرستو ته له لاسرسي، سپورټ او آن پارکونو ته له تلو منع دي چې دا یو څرګند ظلم دی.»

نوموړې ویلي، په داسې حال کې چې د نړۍ سترګې د غزې جګړې ته دي، پاکستان په خاموشۍ سره ۱.۷ میلیونه کډوال افغانستان ته استوي.

نوموړې په اېکس پاڼه لیکلي چې، افغان کډوال په داسې حال کې خپل هېواد ته شړل کېږي چې دغه هېواد له سخت بشري ناورین سره مخ دی.

افغان کډواله فریده چې له شاوخوا یوه کال راهیسې په پاکستان کې اوسیږي، وايي، له دغه هیواده د افغان کډوالو اېستلو د ښځینه کډوالو پر ژوند ډېرې منفي اغېزې کړې دي.

نوموړې وایي، «ځینو ښځینه خبریالانو، مدني فعالانو، څارنوالانو او د امنیتي بنسټونو کارکوونکو چې د طالبانو له حاکمیت وروسته پاکستان ته پناه راوړې وه، په ستنېدو سره به د مرګ له ګواښ سره مخ شي، هغه د پاکستان له حکومته غواړي چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر دې ودروي.»

له دې سره، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ چارو د سازمان په ګډون د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه ګډه اعلامیه کې له پاکستانه غوښتي چې د ماشومانو او د هغو کورنیو خوندیتوب ته چې تر ګواښ لاندې دي، پاملرنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې له پاکستانه ۱۶۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دغو کډوالو کې شپږ اتیا سلنه کدوالو ویلي چې د پاکستاني پولیسو له خوا د نیول کېدو له ویرې یې دغه هیواد پریښی دی.

یو شمېر ښځینه زده‌کړیالانې په افغانستان کې د طالبانو پر بندیزونو نیوکه کوي او په دې باور دي، چې طالبانو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې داسې فرمانونه صادر کړي، چې پر بنسټ یې د زده‌کړو، کار، ګرځیدو او داسې نورو برخو کې د ښځو او نجونو ټول حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

په جبري توګه د افغانانو د ستنولو پرېکړه په داسې حال کې کیږي چې د یو شمېر کورنیو په خبره دوی د خپلو لوڼو د زده‌کړو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوي دي.

پر‌ افغانستان د طالبانو تر بیاځلې واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي، نجونې او ښځې پوهنتونونو ته له تګ او په ډېری دولتي ادارو کې له کار کولو منع شوې دي.

پر دې سربېره، طالبانو له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې شاوخوا ۵۰ فرمانونه صادر کړي، چې پر بنسټ یې ښځې او نجونې په عامه غونډو، ورزشي لوبغالو، سیاسي او فرهنګي فعالیتونو کې له ګډون څخه راګرځول شوې دي.

خو طالبان بیا وایي چې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

نور خبرونه

رادیو