پاکستاني چارواکی: په خیبر پښتونخوا کې هیڅ کوم بې اسناده افغان کډوال نه دی نیول شوی

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

له پاکستانه د کډوالو د اېستلو مودې په ختمېدو سره په خیبر پښتونخوا کې له قانوني اسنادو پرته هیڅ افغان کډوال نه دی نیول شوی.

په خيبر پښتونخوا کې يوه ځايي چارواکي عبيد مجيد وويل، په دې ایالت کې يو بې سنده افغان کډوال هم نه دی نيول شوی ځکه چې په خپله خوښه د ستنېدو بهیر روان دی.

د راپورونو له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د کډوالو د اېستلو له پاره له یوې میاشتې ضرب الاجل وروسته د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې افغانان نیولي او شړلي دي.

د ځینو راپورونو له مخې، پاکستاني پولیسو آن هغه افغانان نیولي چې پاسپورټونه او ویزې همیې درلودې.

د پاکستان د جيو نيوز د راپور له مخې، د خېبر پښتونخوا چارواکو اټکل کړی چې د دې ایالت په بېلابېلو سيمو کې له قانوني اسنادو پرته تر ۴۹ زرو ډېر بهرني وګړي ژوند کوي.

جیو نیوز د شنبې په ورځ د لړم په ۱۳مه راپور ورکړ چې، د سپټمبر له ۱۷مې راهیسې نږدې ۱۴۸ زره بې اسناده کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د خېبر پښتونخوا چارواکو ویلي چې په دې ایالت کې په ناقانونه توګه د مېشتو بهرنیانو پر ضد هېڅ اقدام نه دی شوی او دوی غواړي چې د کډوالو د ستنېدو بهیر په سمه توګه پرمخ ولاړ شي.

نور خبرونه

رادیو