مجاهد: له ډیورند کرښې پورې غاړه سپین بولدک څخه زرګونه افغانان د راستنېدو په حال کې دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه يې د سپین بولدک له لوری د کډوالو د راستنېدو له بهیر څخه لیدنه کوله وویل، تر اوسه له دغې کرښې او تورخم له لارې کابو یو نیم لک افغانان هیواد ته راستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس چې د سپین بولدک له کرښې څخه د نوموړي د لېدنې ویډیو خپره کړې ده، وایي چې دغه شمیر نور هم په زیاتیدو دی.

دا په داسې حال کې چې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په اېکسپاڼه د سپین بولدک له لارې له پاکستانه د ۶ زره او ۵۷۴ تنه کډوالو د ستنېدو خبر ورکړ.

د کندهار ولایت سپین بولدک د سرحداتو آمریت د معلوماتو له مخې، له یاد شمېر څخه یو زر او ۱۱ کسان بیا د مرستې لپاره د کډوالو نړیوال سازمان دفتر ته ورپیژندل شوي دي.

سره له دې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سپین بولدک پر فرضي کرښه کډوالو ته د څو کمیټو له لارې د ښو خدمتونو د وړاندې کولو خبره وکړه خو وایي چې دمګړۍ راستانه شوي کډوال د خیمو له کمښت سره مخ دي .

له دې سره، د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په اېکس ټولنیزه پاڼه د یوه بل خبر په خپرولو سره ‏په تورخم کې د نورو روغتیایي خدمتونو ترڅنګ د راستنېدونکو کډوالو پنډغالي اړوند روغتون کې د لابراتوار او د غاښونو د څانګې د پرانيستو خبر هم ورکړي.

نور خبرونه

رادیو