د بشري حقونو څار سازمان: هېوادونه دې د افغان کډوالو د اېستلو له پاره پر پاکستان فشار راوړي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

د بشري حقونو د څار سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل «وحشتناک» بللي دي.

دغه سازمان له هغو هېوادونو چې د افغانانو د مېشتېدو ژمنې یې کړې دي، غوښتي پر پاکستان دې فشار راوړي چې د افغان کډوالو د مېشتیدو په برخه کې اقدام وکړي.

دغه سازمان د شنبې په ورځ د (لړم ۱۳مه) د اېکس پاڼې په مخ له هیوادونو وغوښتل چې د افغان کډوالو د بېرته مېشتېدو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

د پاکستان حکومت د خپل یوه میاشتني ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته د نومبر په لومړۍ نېټه د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو او په زوره د اېستلو بهیر پیل کړ.

شاوخوا یو میلیون او اوه لکه افغان کډوال له دې پروسې اغېزمن کیږي.

په تېرو څو ورځو کې په لسګونه زره افغان کډوال اړ شوي چې په پاکستان کې خپل ټول شته پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي.

پاکستان "ناقانونه" پناه غوښتونکي لومړی نیسي او بیا یې په زور شړي.

د دغو کډوالو لویه برخه هغه کسان او کورنۍ دي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د امنیتي اندېښنو، نورو هېوادونو ته د کډوالۍ د دوسیو د ثبتولو او د بې وزلۍ د خپرېدو له امله خپل هېواد پرېښود.

د بشري حقونو د څار اداره وايي، هغه ښځې او نجونې چې افغانستان ته په زور ستنېږي په ځانګړې توګه له ګواښ سره مخامخ دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې پاکستان په قانوني توګه مسول دی، او د هغو افغان کډوالو له اېستلو باید ډډه وکړي چې ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کیږي.

له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل د ځینو هیوادونو او هغو سازمانونو چې د کډوالو د حقونو ملاتړي دي، نیوکې راپارولي دي.

له دې ټولو سره سره د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په اړه د خپلې پرېکړې د بېرته اخیستو پر بیا بیا غوښتنو غور نه دی کړی.

نور خبرونه

رادیو