طالبانو په تورخم کې یوه کډواله مېرمن په لښتو وهلې

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

په تورخم کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې نن یکشنبه ( د لړم ۱۴مه) یوه تازه راستنه شوې کډواله مېرمن د طالبانو د امربالمعروف د محتسبانو له خوا د "بې حجابه" ناستي په تور په لښتو وهل شوې ده.

سید محمد چې په تورخم کې د ټرانسپورټ کاروبار کوي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نن مازیګر مهال د کډوالو د یوې لارۍ موټر سیوري ته یوه تازه راستنه شوې کډواله په داسې مهال په لښتو ووهل شوه، چې خپلې کوچنۍ لور ته یې شیدې ورکولې.

نوموړي زیاته کړه: “ښځې خپلې ماشومې لور ته شیدې ورکولې، چې د ملا ابوحمزه بدر په نوم د امربالمعروف یو کس راغی او هغه یې بې له کومې پوښتنې په لښتو ووهله”.

د سید محمد په خبره؛ کله چې د مېرمنې خاوند ترې د علت پوښتنه وکړه، هغه یې هم په لښتو وواهه.

هغه وویل: “طالبانو ویل، چې دغې مېرمن په عام بازار کې خپلې لور ته شیدې ورکولې او د بدن غړي یې ښکاره کېدل”.

نوموړی وايي، چې یاد کډوال کندوز ولایت ته ستنېدل.

د یادې مېرمنې ورور د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه، چې طالبانو یې خور وهلې او دوی پرته له کومې مرستې سیمه پرېښې ده.

هغه وویل: "هلته پاکستانیانو ځورولو او دلته مو طالبان وهي، د خدای ځمکه یې راباندې راتنګه کړې اخر چېرې لاړ شو؟".

د تورخم په کمیسارۍ کې یوه طالب چارواکي دغه پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې د دوی د امربالمعروف د یاد محتسب په لټه کې دي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د امربالمعروف وزارت نظر هم راواخلو؛ خو له بار – بار اړیکو سره ونه توانېدو.

دا لومړی ځل نه دی؛ له دې وړاندې هم د طالبانو د امربالمعروف د محتسبانو له خوا ورته چلند شوی؛ خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت دا ډول پېښې ردوي او وايي، چې دوی هڅه کوي اسلامي احکام تطبیق کړي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو را وروسته دغې ډلې ښځې له ټولینز ژونده محرومې کړي دي، د ښوونځیو او پوهنتونونو په ګډون ښځې د کار او پارک ته د تللو حق نه لري.

نور خبرونه

رادیو