د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه افغانان چې د اوسېدو په شرایطو برابر دي، نه شړل کېږي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

د خېبر پښتونخوا د کورنیو چارو وزارت وايي، د کورنیو چارو فډرالي وزارت د هغو افغان کډوالو نوملړ دغه ایالت ته لېږلی چې د بې اسنادو کډوالو د اېستلو له بهیره مستثنا دي.

دغه پناه غوښتونکي امریکا او اروپايي هېوادونو ته د کډوالۍ قضيې لري.

ډان ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو له قوله ليکلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته کډوال شوي يونيم ميليون افغانانو په امريکا، اروپا او نورو لوېديځو هېوادونو کې د مېشتېدو لپاره په ملګرو ملتونو کې نوم ليکنه کړې ده.

تر اوسه پورې دا روښانه نه ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد نورو ایالتونو ته هم دا ډول نوملړ استولی او که نه.

په ورته وخت کې، د افغانستان انټرنشنل د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د اکټوبر په ۳۱مه هغو پناه غوښتونکو ته چې په امریکا کې د کډوالۍ قضيې لري یو لیک استولی او ډاډ یې ورکړ چې د پاکستان د پولیسو له لوري به نه نیول کیږي.

یاد سفارت د دغه لیک د اخيستونکو په خبرتيا کې د اړیکې شمېره هم لګولې او ويلي يې دي چې د پوليسو له لوري د نيولو او يا د نيولو د ګواښ پرمهال دې له سفارت سره اړیکه ونيسي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته د کډوالۍ یوه لویه څپه پیل شوه.

د پاکستان حکومت د "ناقانونه" کډوالو د اېستلو لپاره د یوې میاشتې ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته د ناقانونه افغان کډوالو نیول او په زوره اېستل پیل کړی دی.

د پاکستان له لوري د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه د کډوالو او بشري حقونو سازمانونو له نیوکو سره مخ شوې ده.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ادارې دغه بهیر «وحشتناک» بللی و او پر هېوادونو یې غږ کړی و چې د افغان کډوالو د مېشتېدو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي.

نور خبرونه

رادیو