ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د منفي پایلو خبرداری ورکړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

په ملګرو ملتونو پورې تړلو درېیو سازمانونو له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو او د ماشومانو پر ژوند د هغې د اغېزو په اړه خبرداری ورکړی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د کډوالو نړۍوال سازمان د جمعې په ورځ په یوې ګډه خبرپاڼه کې په دې اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

دغو درېیو سازمانونو په خپله خبرپانه کې لیکلي، چې د پاکستان د حکومت له‌خوا د ناقانونه بهرنیو کډوالو د اېستلو پلان د اېستل شویو کډوالو د ماشومانو او کورنیو پر امنیت او روغتیا اغېز کوي.

خبرپاڼې زیاته کړې، ډېری هغه کډوال چې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي، افغانان دي او له پاکستانه د نیول کېدو او ویستلو په اړه یې اندېښمن دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په خپله له ژور بشري ناورین او د بشري حقونو له ننګونو سره مخامخ او د سخت ژمي په درشل کې دی.

د ملګرو ملتونو دغو بنسټونو زیاته کړې، چې دمګړۍ درې مېلیونه او درې سوه زره کسان د افغانستان دننه بې ځایه شوي او د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې شاوخوا ۱۶۰ زره افغانان له پاکستانه راستانه شوي دي.

د دې اعلامیې له مخې، ۸۶ سلنه کسان یې هغه کورنۍ دي چې د نیول کېدو له وېرې د مرستې پرته په بېړني حالت کې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د دغو درېيو سازمانونو په خبرپاڼه کې زياته شوې چې، شړل شوي ماشومان د وتلو، توقيف خونو، له پولو څخه د تېرېدو او افغانستان ته د ستنېدو پر مهال له جدي امنيتي ګواښونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د دغو بنسټونو په وینا، دغه ماشومان له فزیکي ګواښونو، له خپلو کورنیو څخه د جلا کېدو، له وېرې او ناوړه استفادې سره هم مخ دي.

د خبرپاټې له مخې، د دغو ماشومانو روغتیایی پاملرنې او لومړنیو اړتیاوو لکه خوراک او سرپناه ته لاس‌رسی به له ستونزو سره مخ شی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشرې فېلیپا کېنډلر ویلي دي:« هر ډول راستنېدل باید په خپله خوښه، منظم او خوندي وي او د دوی حقونو ته په بشپړ درناوي او د اړو خلکو ملاتړ سره باید ترسره شي.»

له دې سره، د کډوالو د نړۍوال سازمان استازي میو ساتو ویلي:« موږ له پاکستاني چارواکو غواړو، چې د ماشومانو او کورنیو په ګډون زیانمنونکي خلک دې ته اړ نه کړي چې داسې شرایط ومني چې د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کړي او ستانه شي.»

د یادولو ده چې، شاوخوا یوه میاشت وړاندې د پاکستان حکومت د ناقانونه کډوالو د اېستلو خبرداری ورکړی و.

نور خبرونه

رادیو