د هند پلازمېنه نوی ډېلی بیا د نړۍ تر ټولو ککړ ښار وبلل شو
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/789aa8649b47fdfb0f74d33bacb9d548800d6f6f-1609x1080.jpg?rect=0,88,1609,905&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د هوا څرنګوالي مالوموونکې سوېسۍ ادارې د څېړنې له مخې د هند پلازمېنه نوی ډېلی بیا د نړۍ تر ټولو ککړو ښارونو د لېست په سر کې دی. له نوي ډېلي وروسته د پاکستان لاهور د نړۍ دویم تر ټولو ککړ ښار بلل شوی دی.
په نوي ډېلي کې پرون د هوا خطرناکه ککړتیا ۶۴۰ او لاهور کې ۳۳۵ درجې وه.
په نوي ډېلي کې د هوا د سختې ککړتیا له امله پرون هم ځینې ښوونځي رخصت و.
نوي ډېلي کې چارواکي د تودوخې ټیټ موسمي ترکیب، د باد نشتوالی او په ګاونډیو کرونیزو ایالتونو کې د فصلونو سوځول د هوا د ککړتیا د زیاتوالي لامل بولي.
د هواي څرنګوالي ګراف تر پنځوسو درجو صحت ته ښه بلل کېږي، خو له ۴۰۰ تر ۵۰۰ درجې یې بیا د خلکو صحت اغېزمنوي او د ناروغانو لپاره خطرناک دی.
ناروغۍ ډېرېدل
![ډېلي کې د انډیا ګېټ په نوم پارک له خلکو خالي دی](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/e7b6b52b39eed9943f148e51705b924a76716f79-1621x1080.jpg?rect=0,84,1621,912&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د نوي ډېلی له شل میلیونه وګړو یې ډېری د سترګو او ستوني له خارښ شکایت کوي.
ډېلي کې ډاکټر احد خان خپل اېکس کې لیکلي چې د ۲۴ ګړیو دنده کې یې په ټوخي اخته او داسې ماشومان ولیدل چې ژر ژر یې سا اخیستهل.
د ککړې هوا له امله د پلازمېنې په لود ګارډن او انډیا ګېټ پارکونو کې کم خلک لیدل کېږي.
ویل کېږي ککړه هوا به تر دوو اونیو روانه وي، هغه هم په داسې حال چې هند د کرېکټ نړیوال جام کوربه دی.