حمدالله محب د پاکستان له خوا د افغان کډوالو اېستل د بنسټیزو انساني حقونو خلاف عمل بولي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

د افغانستان د پخوانۍ ملي امنیت شورا سلاکار له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل د نړیوال قانون او بنسټیزو انساني حقونو خلاف بولي.

حمدالله محب د امنیتي ګواښونو په پلمه د پاکستان لخوا د کډوالو اېستل غندي او زیاتوي، چې ډېری افغانانو سره د وتلو پر مهال ناانساني چلن کېږي.

پاکستان افغان کډوال او افغان طالبان د دغه هېواد بریدونو کې ښکېل بولي او د اکتوبر لومړیو کې یې بې قانونه کډوالو ته د یوې میاشتې وتلو لپاره وخت ور کړ.

حمدالله محب د پاکستان د دې تور ردولو سره وايي، د پاکستان د امنیتي ناکامیو پړه پر بې وسه افغانانو اچول د دوی د قربانۍ روښانه بېلګه ده.

نوموړی وايي، ورته تور د جمهوریت پر مهال هم لګېده او افغان کډوال پر ترهګرۍ تورنېدل، «خو څوک چې د ترهګرۍ مسوول پاکستان هغوی ته یې خوندي پټنځي ور کړي وو او نن هم په امن دي: خو بې دفاع او بې ځایه شوي افغانان او ان ځینې پاکستاني وګړي له لسیزو راهیسې د ناسمو امنیتي پالیسو کې سوځي.»

طالبانو او پخوانیو افغان چارواکو سربېره نړیوالو ادارو هم د افغان کډوالو په تړاو د پاکستانۍ اوسنۍ پالیسۍ د بدلېدو غوښتنه کړې، خو تراوسه اسلام اباد په دې برخه کې شاتګ نه دی کړی.

نور خبرونه

رادیو