حنیف اتمر د کډوالو په اړه له طالبانو سره د خپلې همکارۍ او چمتووالي خبر ورکړ
د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر وايي، له پاکستانه په جبري او ډلهییزه توګه د افغان کډوالو اېستل «انساني ناورین» دی.
نوموړي په یوه بیان کې لیکلي:« که څه هم زموږ او د طالبانو ترمنځ ژور او بنسټیز اختلاف شته؛ خو د دې ننګونې د حل لپاره موږ باید خبرو ته داخل او "ملي همکارۍ" ته چمتو شو.»
حنيف اتمر ویلي، دغه توپيرونه د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د اساسي حقونو او ازاديو او د نظام، سولې او ټیکاو په برخو کې شته.
په دغه بیان کې نوموړي لیکلي، د دې وخت رارسېدلې چې طالب مشران د کډوالو برخلیک او وضعیت ته په کتو سره، «منطقي، مسوولانه او وطنپاله» پرېکړه وکړي.
ښاغلي اتمر ټینګار کړی، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو بشري حقونو ته «سپکاوی» کړی او د پاکستان د خلکو او نړۍوالو بنسټونو غوښتنې یې له پامه غورځولې دي.
هغه زیاته کړه چې، طالبان او د دې ډلې سیاسي مخالفین باید د کډوالو د ژوند، مال او عزت د ساتنې لپاره «همکاري» وکړي.
د حنیف اتمر په بیان کې راغلي چې، طالبان کولی شي دغه تراژیدي د ملي پخلاینې او د ټولو افغان کډوالو د دوامدار راستنېدو لپاره په یوه فرصت بدله کړي.
ښاغلي اتمر په توندو الفاظو سره لیکلي، چې د پاکستان حکومت هیڅکله د سیاسي او امنیتي موخو د ترلاسه کولو لپاره د افغان کډوالو له ناوړه ګټې اخیستنې څخه لاس نه اخلي.
هغه ټینګار وکړ، چې په تجربوي سیاستونو او نیابتي جګړو کې له افغان کډوالو څخه د وسیلې په توګه کار اخیستل د شرم وړ او نه بخښوونکی عمل دی.
ښاغلي اتمر په خپله وینا کې لیکلي، چې د دې «ظلم» د ختمولو وخت رارسېدلی دی.
هغه له طالبانو وغوښتل، چې ژر تر ژره دې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سیاسي او بشري حقونو د فعالانو، د خلکو د ځورونې، توقیف، د وژلو پالیسي او د ښاریانو په ځانګړې توګه د ښځو د اساسي حقونو پر وړاندې محدودیتونه بند کړي.
حنیف اتمر زیاته کړه، چې په منځمهاله توګه باید د افغانانو د ارادې او ملي پخلاینې پر بنسټ یو مشروع نظام د بین الافغاني خبرو له لارې رامنځته شي.