بې پولې خبریالان: په پاکستان کې ۲۰۰ افغان خبریالان د شړلو له ګواښ سره مخامخ دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

د بې پولې خبريالانو د راپور له مخې، د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو د اېستلو په اړه له ټاکل شوي ضرب الاجل وروسته تر ۲۰۰ زيات افغان خبريالان د اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ په یوه بیان کې د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې د دوی له اېستلو ډډه وکړي.

بې پولې خبريالانو زياته کړې، په داسې حال کې چې دا خبريالان د امنيتي لاملونو له امله پاکستان ته تښتېدلي؛ خو اوس له دغه هېواده د شړلو له ګواښ سره مخ شوي.

د خبریالانو دغې ملاتړې ادارې ویلي، چې له يو شمېر دغو خبريالانو سره يې مرکې کړي او هغوی ويلي چې د پاکستان حکومت له‌خوا د ضرب الاجل له پایته رسېدو وروسته د تاوتريخوالي له زياتېدو سره مخ شوي دي.

د دغه سازمان د خبرپاڼې له مخې، دغه شمېر خبریالان د پولیسو له ځورونې، نیونې له ګواښ او د هغوی د کرايي کورونو د خاوندانو له‌خوا له کوره د اېستلو له فشار سره مخامخ دي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې د افغان خبریالانو جبري راستنول له نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او په بشپړه توګه نا قانونه ده.

بې پولې خبريالانو زياته کړې، دغو خبريالانو په افغانستان کې حساس معلومات خپرول چې ډېرى يې له ګواښ سره مخ شول او د خپل ژوند د ژغورلو لپاره يې پاکستان ته پناه يوړه.

د رسنیو د ملاتړ دغه سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د دغو خبریالانو له نیول کېدو ډډه وکړي او د هغوی خوندیتوب دې تضمین کړي.

په افغانستان کې د خبریالانو د حقونو د مدافع ټولنو د شمېرو له مخې، د پخواني حکومت له نسکورېدو مخکې په افغان رسنیو کې څه باندې لس زره خبریالانو دنده ترسره کوله.

د دغو بنسټونو مشران وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغو خبریالانو په وړاندې د فشارونو او ګواښونو له امله د خبریالانو یوه لویه ډله یا له هېواده ووته او یا یې هم له رسنیزو کارونو لاس واخیست.

نور خبرونه

رادیو