‏د طالبانو د کډوالو وزارت: د تورخم له لارې تر ۵۰ زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

د طالبانو د کډوالو وزارت نن شنبه د (لړم ۱۳مه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې د ننګرهار ولايت په تورخم کې د راستنېدونکو د تثبيت او ښه راغلاست کمېټې امريت د راپور پر بنسټ د جمعې شپې له نيمايي څخه د شنبې تر سهاره ۵۶ زره او ۸۷۲ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شول.

د دغې کمېټې د ‏راپور پر بنسټ، ۷ زره او ۱۰۹ کورنۍ چې ټولټال ۵۶ زره او ۸۷۲ تنه کېږي له پاکستانه په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې او د راستنېدونکو د تثبيت او ښه راغلاست کمېټه کې د نوم ليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.

تر دې یو ساعت وړاندې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي و، چې له ۱۲ زرو ډېر کسان د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا درې څلور ورځې وړاندې پاکستان ناقانونه کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل له ختمېدو وروسته له دغه هېواده د جبري شړلو خبرداری ورکړی و او اوس‌مهال له دغه هېواده د ناقانونه کډوالو د وتلو لړۍ روانه ده.

نور خبرونه

رادیو