طالبانو د افغان کډوالو د حقونو د دفاع لپاره یوه کمېټه تعیین کړه

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

د طالبانو د ویاند مرستیال وایي، دې ډلې په نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو د حقونو او دفاع لپاره د حقوق پوهانو یوه متخصصه کمېټه تعیین کړه.

دا کمېټه په داسې حال جوړېږي چې طالبان وايي، پاکستان د افغان کډوالو شتمنۍ لوټي او ان له پنځوس زرو د ډېرو نغدو روپیو د لېږد اجازه نه ور کوي.

بلار کریمي د شنبې په ورځ (د لړم په ۱۳مه) پر اېکس لیکلي، چې د طالبانو د رییس لوزرا ملا محمد حسن اخند د حکم پر اساس په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د مدني، فامیلي او خصوصي حقونو د دفاع په هدف د حقوق پوهانو یوه متخصصه کمېټه تعیین شوه.

دغه کمېټه د طالبانو د عدلیې وزارت د قانونګذارۍ چارو د لوې ریاست د مرستیال په سرپرستۍ جوړه شوې ده.

دبلال کریمي په خپل یادښت کې لیکلي: «دغه کمېټه په بهرنیو هیوادونو کې د افغان مهاجرینو د حقوقواو ملکیتونو څخه د دفاع په برخه کې قانوني او حقوقي لارې چارې لټوي، ترڅو د افغان مهاجرینو حقونو تر لاسه کولو لپاره په قانوني او سالمه توګه د حل لارې و موندل شي.»

غالباً طالبانو د دې کمېتې د جوړیدو اعلان په داسې حال کې کړی چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د پنجشنبې په ورځ «د نومبر په دویمه» د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اتونبایوا سره په لیدنه کې وویل، چې د پاکستان د حکومت له خوا د را ایستل کېدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کیږي، نغدي شتمنۍ یې په زور اخیستل کیږي او د منقولو شتمنیو، ټرانسپورټي وسایلو او ان څارویو وړلو ته اجازه نه ورکول کیږي.

د طالبانو رییس الوزرا هم د جمعې په ورځ په یوه بیان کې پر پاکستان تور ولګاوه چې ان له ستنېدونکو کډوالو وسایل ستنوي او شتمني یې لوټي.

نور خبرونه

رادیو