افغانستان ته ستانه شوي کډوال او د وزګارتیا او تعلیمي ستونزو له امله د هغوی شکایتونه
هغه افغان کډوال چې په دې وروستیو ورځو کې له پاکستانه په زوره شړل شوي، په افغانستان کې د پراخې وزګارتیا له امله اندېښمن دي. هغوی وايي، نه پوهېږي دلته به څنګه د کار او روزګار څښتنان شي.
فرید هغه افغان زلمی دی، چې افغانستان ته تازه ستون شوی دی. هغه اندېښمن دی که په افغانستان کې ورته د کار کولو زمینه برابره نه شي؛ نو څه به کوي؟
هغه وايي:« پلار مې پخوا مړ شوی زما سره په کور کې مې مور، دوه خویندې او څلور بچي اوسېږي. د ټولو ګټندوی زه وم، ما د پنډۍ په سبزي منډوي کې لاس ګاډی لاره، د ورځې به مې دومره ګټلې چې خپل کور به مې هم چلولو او د ماشومانو د درس او تعلیم چاره به مې هم روانه وه. اوس چې دلته راغلی یم هک حیران یم چې څه به کوم او څه به خورم؟ د دوه لوڼو، یوې خور او دوه زامنو تعلیم او زدهکړو هم اندېښمن کړی یم.»
فرید ته ورته نور افغانان چې له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي د ورته برخلیک سره مخامخ دي، هغوی که له یوې خوا د کار د نشتوالي له امله اندېښمن دي؛ نو له بله پلوه په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته د خپلو لوڼو او خویندو زدهکړو ته هم سخت په اندېښنه کې دي.
عبدالجبار چې تازه د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ ته ستون شوی وايي:« په پاکستان کې را نه هر څه پاتې شول، د کور سامانونه مې په نیمه بیه وپلورل. دلته هیڅ نه لرم، اوس چې تازه راستون شوی یم، دلته مې د خپلو خپلوانو سره د مېلمه په څېر اوسېږم. پلرنی کور مې ړنګ دی د جوړولو وس یې هم نه لرم؛ خو زه له هر څه نه زیات د خپلو بچیانو په تېره بیا د لوڼو زدهکړو ته په اندېښنه کې یم.»
ګڼ کډوال وايي، په افغانستان کې کاري زمېنې کمې دي او د دوی ډېر خپل خپلوان چې له پخوا په خپل هېواد کې پاتې دي، هم له بېکارۍ او وزګارتیا څخه سر ټکوي.
دا رنګه هغه افغانان چې په مهاجرت کې یې ماشومانو زدهکړې کولې تر نورو زیات اندېښمن دي او وايي، چې ښايي له دې وروسته د دوی لوڼې و نه توانیږي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
سمینه چې پنځلس کلنه ده او د پېښور په یوه افغان ښوونځي کې د اتم ټولګي زدهکوونکې وه، افغانستان انټرنشنل پښتو ته یې د ټیلیفون په لیکه وویل:« سره له دې چې خپلو خورلڼو او ټولګیوالو پسې مې زیاته خپه یم؛ خو تر ټولو مې زیات خپلې زدهکړې ځوروي چې نېمګړې پاتې شوې. زه نه پوهېږم، چې زما او زما په شان د نورو راستنو شویو نجونو دغه ستونزه به څوک او څنګه هواره کړي؟»
سمینې وړاندې وویل:« دا چې زموږ په ولسوالۍ کې برېښنا او د ژوند نورې اسانتیاوې نه شته د دغو ټولو ستونزو د زغملو توان لرم؛ خو دا چې زدهکړې مې نیمګړې پاتې شوې د دې زغمل راته ستونزمن ښکاري.»
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره د زدهکړو شونتیا نه شته او طالبان د دوو کالو په تېرېدو سره لا هم نه دي توانیدلي، چې د دوی په وینا د نجونو د تعلیم لپاره شرایط او چاپېریال چمتو کړي.
دغو بندیزونو که پخوا یوازې په کور د ننه نجونې له زدهکړو راګرځولې وې، نن سبا هغه نجونې هم ورسره غاړه غړۍ شوې چې له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستنې شوې دي.