د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: طالبانو له موږه د کډوالو د نه اېستلو غوښتنه نه ده کړې

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د افغان کډوالو اېستل خپله کورنۍ مسله وګڼله او ویې ویل، چې طالبانو له دوی څخه د کډوالو د نه اېستلو غوښتنه نه ده کړې.

سرفراز بګټي زیاته کړه، د دې پرېکړې موخه د هغو «بهرنیانو» شړل دي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

ښاغلي بګټي ټینګار وکړ، چې د ناقانونه کډوالو اېستل یوازې د "یو یا دوه مېلیونه افغان کډوالو" اېستل نه دي؛ بلکې د ۲۲۰ مېلیونه پاکستاني وګړو مسله ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې د دغه هېواد د لنډمهاله حکومت د پلان له مخې هر هغه بهرنی چې په ناقانونه توګه پاکستان ته داخل شوی، اېستل کېږي.

ښاغلي بګټي د کډوالو د اېستلو پرېکړه د پاکستان له امنیتي مسلو سره تړلې وبلله او ویې ویل، چې تېر کال په پاکستان کې له ۲۴ ځانمرګو بریدونو څخه په ۱۴ پیښو کې افغانان ښکېل وو.

د پاکستان د سرپرست حکومت دغه غړي ټینګار وکړ، چې دا پرېکړه په پاکستان دننه د نظم او قانون او د دغه هېواد د خلکو د ګټو د ټینګښت لپاره شوې ده.

نوموړي د دې ګونګوسې په اړه چې ګواکې د پاکستان سرپرست حکومت دغه پرېکړه له طالبانو سره د روغې جوړې په موخه کړې وي، وويل: «موږ له هغوى سره هېڅ کوم حساب نه لرو.»

ښاغلي بګټي زیاته کړه، چې په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سره په وروستۍ کتنه کې د کډوالو د نه اېستلو غوښتنه نه ده شوې؛ خو په دې لیدنه کې د دوی خبرې له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو د لېږد په بهیر کې پر اسانتیا او چټکتیا راټولې وې.

په دې وروستیو کې یو شمېر طالب چارواکو د پاکستان د پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړ او دغو اعتراضونو دا ګنګوسې نورې هم پیاوړې کړې، چې ګواکې طالبان د پاکستان د دغې پرېکړې پر خلاف دي.

سرفراز بګټي ویلي، چې په اسلام اباد کې د دې ډلې سفیر د کډوالو د اېستلو په پرېکړې د بیا غور غوښتنه نه ده کړې.

بګټي د تلې په ۱۱مه نېټه د پاکستان د لومړي وزیر انور الحق کاکړ د سرپرست حکومت پرېکړه اعلان کړه او ویې ویل چې، د ناقانونه کډوالو په خپله خوښه وتلو مهال وېش به د لړم تر لسمې نېټې پای ته ورسېږي.

د پاکستان د سرپرست حکومت په خبره، په دغه هېواد کې شاوخوا یو مېلیون او اوه سوه زره کډوال له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي، چې ډېری یې افغانان دي.

د کاکړ د حکومت د پلان له مخې، که دغه کډوال د لړم میاشتې تر لسمې پورې ونه وځي؛ نو تر نیول کېدو وروسته له دغه هېواده شړل کېږي.

نور خبرونه

رادیو