د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ور کړه

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې د شنبې په ورځ په بنګله دېش کې کوربه لوبډلې ته په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ماتې ور کړه.

د پچې ګټلو سره د بنګله دېش ښځو لوبډلې توپ وهل پیل کړل، خو په ۳۱.۵ اور کې یې په ۸۱ منډو ټولې لوبغاړې وسوځېدې.

په ځواب کې د پاکستان لوبډلې په ۲۴.۵ اور کې دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.

دا د پاکستان او کوربه هېواد د دریو لوبو لومړنۍ سیالي وه او پاکستان وګټله.

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله د اکټوبر پر ۲۰ په څو لوبلړیو کې د ګډون لپاره بنګله دېش ته لاړه.

دا لوبډله د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره د نومبر تر لسمې درې شل اوره او درې پنځوس اوره لوبلړۍ لري.

نور خبرونه

رادیو