د پاکستان جنګ ورځپاڼه: د طالبانو د کابینې ځینې غړي پاکستانۍ پیژندپاڼې لري

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

د پاکستان مشهور خبریال سلیم ساپي د شنبې په ورځ «د لړم په ۱۳مه» د جنګ په نوم اردو ژبې ورځپاڼه کې لیکلي چې د طالبانو د کابینې ځینې غړي پاکستانۍ پیژندپانې لري.

ښاغلي ساپي لیکلي، څه موده وړاندې د طالبانو د کابینې د یوه غړي د کورنۍ د واده مراسم د کابل پر ځای په پېښور کې ترسره شول.

د هغه تحلیل له مخې چې په جنګ ورځپاڼه کې خپور شوی راغلي، چې د اټکل له مخې د طالبانو شاوخوا پنځه زره غړي پاکستانۍ پیژندپاڼې لري.

په دې تحلیل کې راغلي چې د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر منصور په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، د هغه په ​​جیب کې هم پاکستانۍ برېښنايي پېژندپاڼه وموندل شوه.

هغه مهال چې ښاغلی منصور له ایران څخه پاکستان ته روان و، په بلوچستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په نښه کړ.

د هغو افغانانو برخلیک چې د طالبانو له وېرې تښتیدلي

د طالبانو روغتیا وزیر له سلیم ساپي سره په دفتر کې چې پر عکس یې ډېرې نیوکې شوې وې

د جنګ ورځپاڼې په تحلیل کې راغلي چې دا مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو بېلابېلې کتګورۍ ژوند کوي.

دې ورځپاڼې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په ۷ بېلابېلو کټګوریو وېشلي دي.

د دې تحليل له مخې يوه له دغو ډلو څخه هغه افغانان دي چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د غچ اخیستلو له وېرې یې پاکستان ته پناه وړې ده.

په دې کتګورۍ کې پخواني دولتي کارکوونکي، هنرمندان، مدني فعالان او د بهرنیو بنسټونو همکاران شامل دي.

لوېدیځو حکومتونو له دغو کډوالو څخه یې ځینو ته د ویزې ور کولو ژمنه کړې، خو تر اوسه دغه ویزې نه دي ورکړل شوې.

یو شمېر نور بیا په لنډ مهاله روغتیایي او سیاحتي ویزو پاکستان ته تللي، خو په کابل کې د پاکستان سفارت د دوی ویزې نه دي تمدید کړې.

د پاکستان د جنګ ورځپاڼې په دې تحلیل کې د دغه هېواد له حکومته غوښتل شوي چې له دغو کډوالو سره خواخوږي وکړي او پناه ورکړي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو سازمانونو هم ویلي و، دوی اندېښنه لري، چې که دغه افغانان له پاکستانه وایستل شي، نو د طالبانو د غچ اخیستنې له ګواښ سره به مخ شي.

نور خبرونه

رادیو