‏د طالبانو د کډوالو وزارت: له ۱۲ زرو ډېر کسان د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت نن د (لړم ۱۳مه) په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې له ۱۲ زرو ډېر افغانان په جبري ډول د سپين بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، دغه راستنېدونکي کسان له راستنېدو وروسته ثبت او بايومټريک شوي دي.

‏د کندهار ولايت د سپين بولدک د راستنېدونکو د ثبت کمېټې په کار پیل کړی او د یوه راپور له مخې یې، يو زرو او ۱۳۲ کورنۍ چې ټولټال ۱۲ زره تنه کېږي، بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

‏په راپور کې راغلي، چې په دې برخه کې يو شمېر نورو کمېټو هم په کار پيل کړی او کارونه یې په سمه توګه روان دي.

د دې ترڅنګ همدا تېره ورځ پاکستاني چارواکو ویلي، چې تر دې دمه ۱۴۸۲۶۷ افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

یوازې د پنجشنبې په ورځ ټولټال ۱۹۳۴۴ بې اسناده کډوال د تورخم له لارې له پاکستانه اېستل شوي دي او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو