د کډوالو ستنېدو ته د اشرف غني غبرګون: د طالبانو اعمال د نړۍ هر ګوټ کې پر افغانانو اغېز کوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

پخوانی ولسمشر له پاکستانه د کډوالو ستنېدو ته په اشاره وايي «طالبان باید پوه شي چې اعمال یې د نړۍ هر ګوټ کې پر افغانانو تاثیر کوي او دوی یې مسوول دي.» اشرف غني وايي، د افغانانو اجباري ستنول ښيي چې ګاونډیان د افغانستان له ټولو وګړو سره د یوه تعریف له مخې چلن کوي چې هغه افغانیت دی.

پاکستان افغان کډوال افغان طالبان د دغه هېواد بریدونو کې ښکېل بولي او د اکتوبر لومړیو کې یې بې قانونه کډوالو ته د یوې میاشتې وتلو لپاره وخت ور کړ.

د طالبانو او پخوانیو افغان چارواکو په څېر ښاغلی غني هم د دې تور ردولو سره وايي، هېوادونه چې له ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ شي، نو ملامتي پر کډوالو اچوي او دا مسله ټوله نړۍ کې شته.

نوموړی د جمهوریت پرځېدو سره ایران ته د تللو کډوالو شمېر دوه نیم میلیونه ښيي او وایي، هلته هم ور سره چلن د پخوا په څېر نه دی او افغانستان د خپلو کډوالو له باعزته ستنولو پرته بله لار نه لري.

خو ولسمشر غني وايي د کډوالو ستنېدو سره افغانستان ډېرو مرستو ته اړ کېږي او زیاتوي: «د طالبانو ادارې لا دمخه، عملاً په محدودو نړیوالو مرستو باندې اتکا قبوله کړې ده او د مهاجرینو په راتګ، له نوي بحران سره دا اتکا نوره ډېرېږي.»

خو نوموړی زیاتوي چې دا اړتیا په داسې حال ډېرېږي چې اوس نه یوازې نړۍ بلکې انهغه هېوادونه چې پخوا یې د طالبانو ملاتړ کاوه، د افغانانو لپاره د کومې اساسي چارې یا د ستونزې د حل په فکر کې نه دي.

پاکستان وايي، تر ۱.۷ میلیونه بې قانونه کډوال په دغه هېواد کې اوسېږي. له تېر اکتوبر راهیسې تر دوو لکو ډېر افغانان له پاکستان ستانه شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو