تورخم کې د ستنېدونکو حال؛ اسلام اباد کې د طالبانو سرپرست سفیر له اېسارو کډوالو سره وکتل

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

په اسلام اباد کې د طالبانو د سفیر په مشرۍ یو پلاوی د افغان کډوالو د وضعیت د څېړلو په موخه تورخم ته ولاړ او هلته یې پاکستاني اړخ ته له اېسارو افغانانو سره ولیدل.

دغه سفارت په اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د تېرو څو ورځو پرتله د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو په اوښتلو کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د دغه سفارت په خبره، له کډو بار موټرو په برخه کې تراوسه هم د ګڼې ګوڼې له امله جدي ستونزې شته چې بایومټریک او فیس یې تر ټولو مهمې برخې دي.

له دې سره، سفیر سردار احمد شکیب له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ټینګار وکړ، چې د کډوالو لپاره د ستنېدو بهیر باید نور هم اسانه او له کډو بار موټر دې له سکن او پیسو اخیستلو معاف شي.

د نوموړي په وینا، د دغو ستونزو د حل په اړه به له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

تر دې وړاندې د طالبانو سفیر د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سره د ستنېدونکو کډوالو په تړاو لیدلي و؛ خو د پاکستاني چارواکو په خبره د دغې پروسې د ځنډولو او د بندولو په اړه د دوی ترمنځ بحث نه دی شوی.

د یادولو ده چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې عملیات روان دي او د ناقانونه کډوالو نیول او افغانستان ته د هغوی ستنول دوام لري.

نور خبرونه

رادیو