کرزی او صالح: له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو اېستنه د اندېښنې وړ ده

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

له تېرو درېیو ورځو راهیسې له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو اېستل له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله اېکس پاڼه د پاکستان دغه اقدام د بشري اصولو او موازینو خلاف عمل بللی دی.

پخواني ولسمشر کرزي زیاته کړې چې، له افغان کډوالو سره د پاکستان ناوړه چلند، زور زیاتی او د هغوی د شتمنیو او اسنادو په زوره اخېستل د نه منلو وړ دي.

له دې سره، د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح بیا له یوې هندۍ رسنۍ سره په خبرو کې د افغانانو پر وړاندې د پاکستان د وروستۍ پرېکړې په غندلو سره نیوکه کړې چې، کډوال له پاکستانه شړل کېږي؛ خو طالب مشرانو ته د سوداګرۍ اجازه ورکول کېږي.

امرالله صالح ویلي، چې پاکستان په دوو لسيزو کې د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني او کورنۍ ته يې د پناه ورکولو سربېره په راولپنډۍ، اسلام اباد، پېښور او کراچۍ کې د ځينو لويو کاروبارونو د چلولو زمينه برابره کړې ده.

د نوموړي په خبره، «د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او کورنۍ یې له خیبر پښتونخوا تر کراچۍ پورې ډېر لوی کاروبارونه اداره کوي او د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب کورنۍ هم په پاکستان کې ژوند کوي.»

امرالله صالح زیاته کړه چې، د افغان کډوالو اېستل له نړۍوالې ټولنې څخه د پاکستان د امتیازاتو د ترلاسه کولو په موخه ترسره کېږي او طالبانو د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر د درولو په اړه له اسلام اباد سره خبرې اترې نه دي کړي.
له دې سره، حامد کرزي د پاکستان د مخورو شخصیتونو، د دغه هېواد د بشري حقونو د دفاع بنسټونو او اړونده ادارو غوښتي، جې د افغان ک‌والو د حقونو د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي او د هغوی پر وړاندې دې د ناوړه چلند مخه ونیسي.

سره له دې چې بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه خپله پرېکړه بدله کړي؛ خو پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې دا پرېکړه نه بدلیدونکې ده.

نور خبرونه

رادیو