په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د قانوني مبارزې په برخه کې یوه کمیټه جوړه شوه

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

ملي ډیموکراټیک غورځنګ په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، د افغان کډوالو او له پښتنو سره د دولت د ناوړه چلند پر ضد په اسلام اباد او کراچۍ کې د ملي ډیموکراټیک غورځنګ، عوامي نېشنل ګوند او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه ناسته ترسره کړه او په ناسته کې یې د قانوني مبارزې یوه کمېټه هم جوړه کړه.

دغه غورځنګ لیکلي:« د کمیټې غړي به تل په دې سخت وخت کې په اسلام اباد او پنجاب کې مېشتو افغانانو او پښتنو لپاره قانوني مبارزه کوي او د ریاستي عناصرو له لوټمارۍ څخه به د مظلوم ولس د ژغورنې لپاره کار کوي.»

دغه غورځنګ ویلي، چې د کمېټې غړي به ډېر ژر له دولتي چارواکو سره وویني او یوه خبري ناسته به وکړي او رياستي چلند ته په پام سره د احتجاجونو په اړه یې هم په خپلو کې سلا مشوره وکړه.

له بلې خوا په اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍ پخوانی استازی او د ملي ډیموکراټیک ګوند مشر محسن داوړ د (لړم په ۱۰مه) د پیپل ګوند له غړي فرحت‌الله بابر، د جماعت اسلامي سناتور مشتاق‌احمد، د بشري حقونو فعالانو هر یوه امنې مسعود جنجوعه، جبران ناصر، سید معاذشاه، ماسټر غزاله پروین، ایمان مزاري، احمدشبر، عمران شفیق، لیوک ویکټر، سیال شفیق او راحل قاضي سره په ګډه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په غبرګون د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو