د کابل د قصبې بلاکونو ځینې اوسیدونکي شکایت کوي چې طالبان د پخوانیو چارواکو «کورونه ضبطوي»
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سرچینو ویلي، د طالبانو د چارو ادارې او استخباراتو ریاست د کابل د قصبې بلاکونو کې د پخواني حکومت د چارواکو او مامورینو د کورونو پلټنه پیل کړې ده. سرچینې زیاتوي طالبانو د قصبې بلاکونو له وکیل ګذرانو غوښتي چې د کورونو د مالکانو معلومات ورسره شریک کړي.
د کابل ۱۶ ناحیې اړوند د قصبې بلاکونو یو ګذر وکیل همد امنیتي ستونزو له امله د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د طالبانو استخباراتو ورته ویلي چې د هغو کسانو معلومات ورسره شریک کړي چې په هیواد کې نه وي او کورونه یې خپلو او پردیو ته په کرایه ورکړي وي.
د کابل د قصبې بلاکونو ځینې اوسیدونکو هم نن «لړم ۱۳ مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو له ټولو ګذر وکیلانو غوښتي چې په راتلونکو څو ورځو کې د کورونو یا اپارتمانونو د خاوندانو ټول معلومات ور سره شریک کړي.
دوی زیاتوي طالبان غواړي دې کار سره د پخواني حکومت د چارواکو او مامورینو کورونه «ضبط کړي.»
د قصبې بلاکونو کې د یوه اپارتمان خاوند، چې اوس له بیرون دی او په تېر حکومت کې یې کلونه ماموریت کړی، وايي په تېر حکومت کې دا بلاکونه پر دولتي مامورینو مفت نه وو وېشل شوي بلکې د د دې اپارتمانونو مالکانو په څو پړاوونو کې په شخصي پیسو باندې له دولت څخه اخیستي دي.
دوی زیاتوي دا بلاکونه د پخواني دولت نه دي، بلکې د دوی شخصي ملکیت دی او د طالبانو دا کار د خلکو د ځورولو سبب کرځي.
دوی له طالب مشرانو غواړي چې د دغه کار مخه ونیسي.
د کابل ښار ۱۶ ناحیه کې د قصبې د ۱۱۱ بلاکونو د چوړېدو چارې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ وروستیو کې پر ۲۰۱۳ کال د متحده عربی اماراتو په مالي مرسته او د ښارسازۍ وزارت په همکارۍ پیل شوې.
د معلوماتو له مخې د دې بلاکونو د کورونو یا اپارتمانونو تعداد شاوخوا ۳۳۰۰ ته رسیږی.
دا بلاکونه هغه وخت پر حکومتي مامورانو د پچې اچولو له لارې د پیسو په بدل کې ووېشل شول او هغوی هم د خپلې میاشتنۍ تنخا یوه برخه د کور د بیې په توګه حکومت ته پرېښودله او په څو کلونو کې یې دا پور پرې کړ.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو په واکمنېدو پسې د دې ډلې ځینې چارواکو په کابل او ولایتونو کې د پخوانیو چارواکو کورونه په زور نیولي دي.
طالبانو پر نورو سربېره په لوګر او جلال اباد کې د پخواني ولسمشر اشرف غني پلرنۍ کور او باغ هم ولکه کړي دي.