ذبیح الله مجاهد: په سپین بولدک او تورخم کې د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر ښه روان دی

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له سپین بولدک څخه د لیدنې پرمهال وویل چې له پاکستانه د افغان کډوالو راستنیدو بهیر ښه روان دی.

مجاهد په داسې حال د ستنېدو بهیر ښه ښيي چې ستنېدونکي کډوال په شپو شپو تورخم او سپین بولدک کې ایسار وي او د ثبت پروسې له سستوالي شکایت کوي.

پاکستاني چارواکو پرون وویل، چې د پروسې چټکولو لپاره پرسونل زیاتوي او هم د ښځو او ماشومانو بایومتریک نه کوي.

له بلې خوا د طالبانو د اقتصاد وزیر له نړیوالو ادارو سره په ناسته کې ویلي چې د ثبت پروسه چټکه کړي.

مجاهد په خپلو خبرو کې وویل دواړه لور ته د کډوالو راستنیدو په بهیر کې ستونزې راکمې شوې دی.

مجاهد له پاکستانه وغوښتل چې د افغانانو پر وړاندې دې خنډونه نه جوړي.

خو ذبیح الله مجاهد چې نن شنبه د لړم ۱۳ مه له چمن سره پر پوله سپین بولدک ولسوالۍ ته تللی و، له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر یې له نژدې څخه ولید او دا بهیر اوس ښه روان دی.

مجاهد وايي د افغان کډوالو د راستنیدو بهیر په تړاو یې پر ډيورنډ فرضي ګرښې کې له پاکستاني لوري سره هم ناسته کړې ده او تر پخوا د افغانانو په راتګ کې د پلټونو ځایونه کم شوي دي.

خو نوموړي د ناستې جزیات ورنه کړل، چې د کوم چاوراکو سره لیدلي دی.

مجاهد همدراز د سوداګرو په کډون له ټولو افغانان څخه غوښته وکړه چې په دغه سخت وخت کې دې مرستې ته راودانګي.

نوموړي د افغان کډوالو څخه غوښتنه وکړه چې په راتګ دې خوښي وکړی او له حوصلې دې څخه کار واخلي او د وطن په ابادۍ کې دې پوره برخه واخلي.

مجاهد وايي د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت ترڅنګ ځانګړی کمیسون جوړ شوی دی ترڅو د افغان کډوالو راستنیدونکو ټول بهیر په سمه توګه وڅاري.

نور خبرونه

رادیو