حکمتیار: کډوال باید د کابل او اسلام اباد د سیاست قرباني نه شي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۳

د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم له پاکستانه د افغان کډوالو اېستلو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې کډوال دې د سیاست قرباني کېږي نه.

ګلبدین حکمتیار له اسلام اباده غوښتې چې د افغان کډوالو اجباري ایستلو لړۍ دې لږ تر لږ د ژمي تر تېریدو پورې بنده کړي.

هغه د شنبې په ورځ «د لړم ۱۳مه» پر اېکس په یوه یادښت کې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه ویلي پریږدئ چې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

حکمتیار زیاتوي: «د منلو نه ده چي مظلوم مهاجرين د كابل او اسلام اباد تر منځ د اختلاف او انتقامي سياست قرباني شي.»

همداراز پخوانيو ولسمشرانو محمد اشرف غني او حامد کرزي، پخواني مرستیال ولسمشر امرالله صالح او د ملي امنیت پخواني سلاکار هم له پاکستان څخه په جبري توګه د افغان کډوالو پر ایستلو غبرګون ښودلی دی.

اشرف غني له پاکستانه د کډوالو ستنېدو ته په اشاره سره ویلي «طالبان باید پوه شي چې اعمال یې د نړۍ هر ګوټ کې پر افغانانو تاثیر کوي او دوی یې مسوول دي.»

اشرف غني وايي، د افغانانو اجباري ستنول ښيي چې ګاونډیان د افغانستان له ټولو وګړو سره د یوه تعریف له مخې چلن کوي چې هغه افغانیت دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله اېکس پاڼه د پاکستان دغه اقدام د بشري اصولو او موازینو خلاف عمل بللی دی.
امرالله صالح بیا له یوې هندۍ رسنۍ سره په خبرو کې د افغانانو پر وړاندې د پاکستان د وروستۍ پرېکړې په غندلو سره نیوکه کړې چې، کډوال له پاکستانه اېستل کېږي؛ خو طالب مشرانو ته د سوداګرۍ اجازه ورکول کېږي.

د ملي امنیت پخواني سلاکار حمدالله محب د پاکستان له خوا د افغان کډوالو اېستل د بنسټیزو انساني حقونو خلاف عمل بللی دی.

نور خبرونه

رادیو