پاکستان دریم هېواد ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر د چټکولو غوښتنه وکړه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دریمو هېوادونو ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر څېړي. د دغه وزارت ویاندې زهرا ممتاز بلوڅ د کډوالو د لېږد د دوسیو د ژر بشپړېدو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې پاکستان په دې برخه کې له دریمو هېوادونو سره په خبرو بوخت دی.
پاکستاني رسنۍ جيو نيوز راپور ورکړى، چې مېرمن بلوڅ د جمعې په ورځ له رسنيو سره په خپله اونيزه خبري غونډه کې وويل، چې پاکستاني چارواکي په دوه اړخيزو خبرو کې د دغو هېوادونو له لوري ورکړل شوي لېستونه څېړي.
هغې زیاته کړه: "د دغو قضیو ژر تر ژره څیړل اړین دي ترڅو افغانان له ځنډ پرته دریم هېواد ته ولیږدول شي."
تېره میاشت د پاکستان حکومت هغو کډوالو ته چې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري یوه میاشت وخت ورکړی و چې له پاکستانه ووځي.
د ضرب الاجل په ختمیدو سره د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري ایستلو او نیولو پروسه ګړندۍ کړې ده.
د راپورونو له مخې په پاکستان کې زرګونه افغانان غربي هېوادونو ته د انتقال په تمه دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، چې هېواد به یې د افغان خبریالانو، هنرمندانو او مدني فعالانو په ګډون د یو شمېر ناقانونه افغان کډوالو دوسیې په ډېر حساسیت سره وڅیړي.
د دغو راپورونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې مېرمن بلوڅ وویل چې په دغو لېستونو کې د یوه کس د نوم شاملېدل په دې معنا نه دي چې هغه هېواد دې هغه کس ته د وېزې په ورکولو موافقه کړې وي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې پاکستان له دغو هېوادونو سره په اړیکه کې دی، چې د کډوالو د چټک لېږد په اړه اطمینان حاصل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت دغې چارواکې څرګنده کړه: «دولت د دغه پلان پر عملی کولو کار پیل کړی او په منظم ډول مرحله په مرحله به عملي شی.»
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل، «موږ په دې هم پوهیږو چې د دې پالیسۍ بشپړ تطبیق به یو څه وخت ونیسي.»
اغلې بلوچ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د دغه پلان عملي کېدل په تدریجي او کم جنجال سره نه شي عملي کېدای، وویل، دا پرېکړه د پاکستان حکومت له اړوند بنسټونو سره له لازمو څېړنو او پراخو مشورو وروسته کړې ده.
هغې د افغان مهاجرینو د ډله ییز اخراج د توجیه کولو په ترڅ کې وویل چې افغانان په قانوني توګه د ویزې په غوښتنه پاکستان ته ستنېدلی شي.
د ملګرو ملتونو د شمېر له مخې تر ۱۶۵ زره ډېر افغان کډوال د اخراج حکم له صادرېدو وروسته له دغه هېواده وتلي دي.
همداراز د دغو کډوالو څخه ۷۶ سلنه ویلي چې د پاکستاني پولیسو له خوا د نیول کیدو له ویرې افغانستان ته راستانه شوي دي.