د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ خونه: پاکستان د افغان کډوالو ۴میلیارډ ډالره پانګه یرغمل کړې

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، چې په پاکستان کې د افغان سوداګرو میلیارډونه ډالره پانګه یرغمل شوې او له دې امله یې ګڼ افغانان اندېښمن کړي دي.

د دغې خونې مشر خانجان الکوزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، دمګړۍ ۴۰۰۰ کانټینره سوداګریز مالونه د کراچۍ په بندر کې اېسار دي، دا رنګه د هغو ۵۰۰ کارخونو برخلیک هم جوت شوی نه دی چې افغانانو په پاکستان کې جوړې کړې وې.
د ښاغلي الکوزي په وینا، د پاکستان په کراچۍ او کویټه کې د غالۍ اوبدلو ۵۰۰ کارځایونو او شاوخوا د ۲۰۰۰ غټو لاریو برخلیک لا هم ځرګند نه دی چې په پاکستان کې یې سوداګریزې بوختیاوې لرلې.
ښاغلی الکوزی وايي، د دغو ټولو پانګونو کچه تر څلور میلیارډه ډالرو اوړي چې په دې توګه د پاکستان په اقتصادي برخه کې افغانانو ۳۰ سلنه ونډه لرله.
خانجان الکوزی له طالبانو غواړي، چې د دغې پانګې د اېستلو او افغانستان ته یې د ستنولو لپاره باید ډیپلوماتیکې هلې ځلې پیل کړي.
که څه هم چې دمګړۍ طالب چارواکو په زغرده په دې برخه کې څه نه دي ویلي؛ خو تېره ورځ د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان له‌خوا د افغانانو د پانګې یرغمل کولو ته په اشارې سره ویلی و، هیڅوک حق نه لري چې د خلکو شخصي ملکیتونه او پانګې غصب کړي او افغانان کولای شي، چې د قوانینو په رڼا کې خپلې پانګې افغانستان ته راولېږدوي؛ خو هغه په دې برخه کې د خپلې ډلې له اړخه د احتمالي ګامونو د اخیستو په اړه په روښانه توګه څه نه دي ویلي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت هم په اېکس پاڼه لیکلي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ټوله شتمني کنګل کړل شوې او بانکي حسابونه یې هم تړل شوي دي.
بله غاړه له پاکستانه په زور شړل شویو افغانانو ویلي، چې د دوی د کورونو کاڼي کودي، غواوې، خوسي، وزې او څاروي ترې پاتې شوي او پاکستاني پولیسو ورته د ډېرو شخصي مالونو د لېږد اجازه هم نه ده ورکړې.
عبدالمجید چې د خیبر پښتونخوا له چارسدې نه افغانستان ته ستون شوی له تورخمه یې افغانستان انټرنشنل ته د ټیلیفون په لیکه وویل، چې په تورخم کې پاکستاني پولیسو شته کلدارې ورځینې اخیستې او هغه یې رټلی او ربړولی هم دی.
دغه ستانه شوي افغان کډوال له طالب چارواکو غوښتي، چې باید د خپل ولس غږ واوري او د پاکستان د دغه ظالمانه چلند په اړه نور چوپ پاتې نه شي.
بله غاړه پاکستاني چارواکي سره له دې چې د افغان کډوالو د ستنولو خبره په زغرده کوي؛ خو د افغانانو د پانګو په اړه ډېر څه نه وايي، تېره ورځ د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګتي د یوې پاکستاني رسنۍ سره همدومره ویلي و چې موږ د افغان کډوالو د پانګو په برخه کې د یوې تګلارې په جوړولو کار کوو.
پاکستان ۱.۷ مېلیونه افغان کډوال په دغه هېواد کې په ناقانونه استوګنې تورن کړي او وایي، چې د دغو کډوالو په اېستلو کې د دوی پرېکړه وروستۍ ده.