منظور پښتین: پاکستان له افغانانو سره تاریخي ظلم پیل کړی، چې د دې حساب به ورسره ضرور کېږي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین یو ځلې بیا له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ستنول غندلي او دغه ګام یې یو تاریخي جبر یاد کړی دی.

ښاغلي پښتین پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي: «پاکستان له افغانانو سره تاریخي ظلم روان کړی دی، زه منم چې افغانان به نن بې وسه وي؛ خو دوی به هېڅکله هېر نه کړي چې پاکستان ورسره ظلم کړی، عسکر يې په زوره په کورونو ورننوتي، کورونه یې ورته ړنګ کړي، شتمني یې ور لوټ کړې او زندانونه یې په بندیانو ډک کړي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ویلي، د ټولو افغانانو د کډوالۍ لامل د پاکستان حکومت او له نړۍ سره د اسلام اباد ګډه جابرانه پالیسي ده.
له هغه مهاله چې پاکستان د افغان کډوالو پر ضد سخته تګلاره غوره کړې، هم په کور د ننه او هم بهر له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده؛ خو لا هم د دغه هېواد د لنډمهاله حکومت چارسمبالي چارواکي په خپل دریځ ټینګ ولاړ دي او وايي، چې دغه پرېکړه یې د خپل هېواد د قانون سره سمه کړې، په داسې حال کې چې تېره ورځ یو شمېر سناتورانو او سیاستوالو دغه پرېکړه ننګولې وه او د هغې پر ضد یې د پاکستان له سترې محکمې غوښتي و، چې دغه پرېکړه وځنډوي.