په پنجاب کې ۶۰۰ ناقانونه بهرنیان لنډمهاله مرکزونو ته لېږدول شوي

د پنجاب حکومت څه د پاسه ۶۰۰ ناقانونه افغان کډوال د ارزونې له بهیر وروسته توقیف کړي او په ځانګړو مرکزونو کې یې ساتلي دي.

د شاوخوا ۸۰ ناقانونه افغان کډوالو لومړۍ ډله به نن د صوابۍ په انټرچېنج کې د خیبر پښتونخوا پولیسو ته وسپارل شي او له هغه وروسته به تورخم ته ولېږدول شي.

د شمېرو له مخې، اکټوبر په میاشت کې شاوخوا ۴۵۰۰ ناقانونه افغانان په خپله خوښه له پاکستانه تللي دي.

د بېلابېلو ښارونو ځینو ادارو تر ۱۰۰۰ ډېر افغانان توقیف کړي وو؛ خو ټول هغه کسان یې بېرته خوشې کړي، چې قانوني اسناد یې لرل.

سرچینې وایي، چې یوازې په لاهور کې شاوخوا ۲۰۰ ناقانونه افغانان نیول شوي دي.

هغه افغان وګړي، چې د (پي‌.او‌.ار) یا (اې.سي.سي) کارتونو موده یې پای ته رسېدلې نه بندیانېږي؛ خو د دوی د اسنادو نوي کولو لپاره د جنورۍ تر ۳۱مې پورې وخت ورکړل شوی.

د پنجاب وزير اعلی ټولو اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې، هغه کسان ونه نیسي چې په بهرنیو هېوادونو کې د مهاجرت کېسونه لري.