رینا امیري په امریکا کې د پاکستان له سفیر سره د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپلې اېکس پاڼه د امریکا لپاره د پاکستان له سفیر مسعود خان سره د لیدنې خبر ورکړی.

اغلې امیري لیکلي، چې د افغان کډوالو د بېړني وضعیت د ارزونې په اړه چې افغانستان ته اېستل کېږي؛ د سفیر خان له لیدنې هرکلی کوي.

هغې همدارنګه لیکلي:« په ښځو او نورو زیان منونکو ډلو باندې د اغېزو او هغو ګواښونو او ننګونو په اړه چې دوی افغانستان ته د بېرته ستنېدو پر مهال ورسره مخامخ دي، خبرې وشوې.»

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د کډوالو د اېستلو او نیولو لړۍ پیل کړې ده.

په تورخم کې د ښځو او ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی، له څو ورځو راهیسې پرته له کومو اسانتیاوو هلته شپې سبا کوي.