له مرستندویه ټولنو د طالبانو غوښتنه: خپلې مرستې تورخم کې راستنېدونکو کډوالو ته ځانګړې کړئ

طالبانو په ټولو نړۍوالو مرستندویه ټولنو غږ کړی، چې د راستنو شویو کډوالو سره دې خپلې مرستې د تورخم په پنډغالیو کې پیل کړي.

د طالبانو په واک کې د ننګرهار ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست په خپرې شوې وینا پاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني دغه غوښتنه پرون ناوخته د اُوچا، یونیسېف، د خوړو نړۍوال پروګرام، کډوالۍ نړۍوالې ادارې، د ډنمارک د کډوالۍ سازمان، ماشوم ساتنې ادارې، ډاکار او یو شمېر نورو مرستندویه ادارو له استازیو سره په تورخم ښارکوټي کې د ناستې پر مهال وکړه.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، په دغې ناسته کې پرېکړه شوې چې ټولې مرستندویه ادارې دې خپلې ټولې مرستې هغو راستنو شویو کډوالو ته ځانګړې کړي، چې نن سبا په زوره له پاکستانه شړل کېږي.
طالبانو تېره اوونۍ د تورخم په ښارګوټي کې د راستنو شویو کډوالو لپاره دوه پنډغالي جوړ کړل چې د دوی په وینا، په یوه وخت کې د پنځه سوه کورنیو د اوسېدو وړتیا لري.

په دغه غونډه کې له نړۍوالو مرستندویانو وغوښتل شوه، چې دغلته دې د ګرځنده ټټیو یا نشنابونو په جوړولو کې مرسته وکړي او خپل کاري پرسونل دې زیات کړي. همدا رنګه هلته دې د څښاک پاکو اوبو په برابرولو او روغتیايي خدمتونو په چمتو کولو کې دې د دوی لاس نیوی وکړي.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، تر پرونه د هغو ستنو شویو کډوالو شمېر چې له پاکستانه په زور اېستل شوي له یو لک او شپیتو زرو اوښتی او هره ګړۍ دغه شمېرې د بدلېدو په حال کې دي.