فرانس‌پرېس: تر دې مهاله له پاکستانه ۱۶۵ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

د پاکستان حکومت له‌خوا د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو ضرب الاجل له پای‌ته رسېدو وروسته فرانس‌پرېس خبري اژانس د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې، تراوسه شاوخوا ۱۶۵ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه خبري اژانس د راپور له مخې، په تېرو څو ورځو کې زرګونه افغانان له سرپناه، اوبو او خوړو پرته په تورخم کې افغانستان ته د اوښتو په تمه وو.

بل پلو د ډان ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي، چې دمګړۍ تر ۱۰۰ زرو ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

پا کستاني چارواکو ویلي، چې تر دې دمه ۱۴۸۲۶۷ افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د تورخم تر څنګ د خیبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې د پولې په اوږدو کې چارواکو ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ د ۱۲۹ ماشومانو په ګډون ۲۹۴ افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په کوټه کې پوليسو لږ تر لږه ۵۷۲ کډوال نيولي او توقیف ځایونو ته يې لېږدولي دي.

خو د بلوچستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزیر جان اڅکزي د پنجشنبې په ورځ وویل، چې ۲۰۰ افغان کډوال له هغه وروسته بېرته خوشې شوي چې د باور وړ اسناد یې وړاندې کړل.

د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د بې اسنادو افغان کډوالو په خپله خوښه ستنېدو لپاره د پاکستان له‌خوا د ټاکل شوي ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته پاکستاني پولیسو په بېلابېلو ښارونو کې د بې اسناده کډوالو د نیولو لپاره کور په کور عملیات پیل کړي دي.

د پاکستان دغه اقدام بیا په پاکستان دننه او بهر له بېلابېلو غبرګونونو او نیوکو سره مخ شوی دی.