حسن نصرالله پر اسراييل د حماس بريد «شرعي، انساني او اخلاقي» وباله

د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله پر اسراییل د حماس له برید وروسته په لومړۍ وینا کې د دغه برید دفاع وکړه او هغه یې «شرعي، انساني او اخلاقي» عمل وباله. په ورته مهال د ایران دغه متحد ټینګار وکړ چې پر اسراییل د اکتوبر پر ۷ د حملې فیصله فلسطینیانو پخپله کړې ده او دوی ترې خبر نه و.

د حزب الله مشر د جمعي په ورځ د حماس او اسراییل د جنګ له پیلېدو نږدې څلور اونۍ وروسته ماته کړه او ویې ویل، چې د اکتوبر پر ۷ پر اسراییل د حماس برید په نړۍ کې د فلسطیني کړکېچ د مطرح کیدو لپاره یوه اړتیا وه.

حسن نصرالله وویل چې د حماس برید ثابته کړه چې د اسراییل بنسټ "د غڼې له ځالې هم کمزوری دی" او دا هېواد که هر څه وکړي بیا هم د دې برید پر پایلو غلبه نشي کولی.

هغه دا ادعا هم وکړه چې پر غزې د برید ټول مسوولیت د امریکا پر غاړه دی او اسراییل په دې جګړه کې یوازې یوه پلي کوونکې وسیله ده.

د ایران د حکومت دغه متحد په خپلو خبرو کې وویل چې د اسراییل او حماس تر منځ شخړه تر نورو جبهو غځېدلې ده او د عراق او یمن له شیعه ډلو یې مننه وکړه چې دې شخړې ته یې ور دانګلي دي.

حسن نصرالله د حماس په برید کې د ایران د لاس لرلو په اړه د لویدیځو هېوادونو ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې دغه برید سل په سلو کې د فلسطینیانو کار و.

د هغه په ​​وینا، ایران په مقاومت د محور په سیمه کې د اسراییل او امریکا د مخالفو ډلو یا د هغوی د مشرانو هیڅ ډول سرپرستي نه کوي.

د لبنان دغه شیعه روحاني ادعا وکړه چې ایران د روح الله خمیني یا هم د سید علي خامنه يي په وخت کې، «د مقاومت له ځواکونو ملاتړ کوي خو د دوی پر ځای پریکړې نه کوي.»

حزب الله نه یوازې په دې برید کې د ایران لاس لرل ردوي، بلکې وايي، چې دې ډلې هم د برید په اړه هېڅ معلومات نه لرل.

د حزب الله د مشر وینا پر اسراییل د حماس له بریدڅلور اونۍ وروسته په داسې حال خپره شوه چې په تېرو څو ورځو کې نصر الله د لنډو ویډیویي کلپونو په خپرولو سره د خپلې وینا او په جګړه یې د اغیزو په اړه د خلکو انتظار ډېر کړی و.

د منځني ختیځ کارپوهانو ویلي دي چې دا وینا د بالفور د اعلامیې د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت خپره شوې ده.

د بالفور بیانیه هغه لیک دی، چې د نومبر په دویمه د ۱۹۱۷ میلادي کال کې د برېتانیا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر ارټور بالفور لخوا لاسلیک شوی و، چې پکې بریتانیا ژمنه وکړه، چې په فلسطین کې د "یهودانو لپاره ملي کور" جوړ کړي.

دا سند د اسراییل یو له بنسټیزو اسنادو څخه دی.