د ماشومانو ژغورنې سازمان:ماشومان له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو اصلي قربانیان دي

د ماشومانو ژغورنې سازمان اعلان کړی، چې له پاکستانه د افغان کډوالو په جبري اېستلو سره سلګونه ماشومان بې برخلیکه پاتې دي او د راتلونکې لپاره یې هیلې مړاوې شوې دي.

دغه سازمان د یوې وینا پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له پاکستانه شړل شوي کډوال د اوسېدو ځای، خوراکي توکي، د کور د کرایه کولو او د ټرانسپورت لپاره پیسې نه لري او په دې ترڅ کې تر ټولو ډېر زیان ماشومانو ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په تېرو شپږو اوونیو کې څه باندې ۱۲۰ زره افغانان د پاکستاني پولیسو له وېرې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دا شمېر په تېره یوه اونۍ کې د تېرو څو اونیو پرتله ۵۷ سلنه زیات شوې ده.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: «ماشومان او کورنۍ یې په تش لاس افغانستان ته ستنېږي او ټولې هیلې یې مړاوې شوې دي.»

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې ادارې د افغانستان د څانګې مشر ارشد ملک چې د تورخم له پولې یې لیدنه کړې، وویل: «موږ ولیدل، چې د افغانستان د پولې بلې غاړې ته په زرګونه کسانه له مناسبې سرپناه، اوبو او روغتیایي اسانتیاوو پرته په سختو شرایطو کې ژوند کوي.»

د نوموړي په وینا، «ماشومان او د هغوی کورنۍ په هغه ځای کې سره راټول شوي وو، چې لږ څه وسایل یې سره له پاکستانه راوړي. هغه ماشومان چې موږ ولیدل په ښکاره ډول خپه وو او ځینې یې لویو لاریو ته نږدې لوبې کولې، پوله د ماشومانو د ساتلو ځای نه دی.»

د پاکستان حکومت تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې له دغه هېواده د کډوالو د اېستلو پرېکړه یوازې افغان کډوالو لپاره نه ده؛ بلکې ټولو هغه نا قانونه کډوالو لپاره ده، چې له اسنادو پرته په دغه هېواد کې اوسېږي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، په پاکستان کې له ۱.۷ مېلیونه نا قانونه کډوالو څخه شاوخوا ۱.۴ مېلیونه یې افغانان دي. البته ډېری افغان ماشومان په پاکستان کې زېږېدلي او دا لومړی ځل دی، چې افغانستان ته ځي.

د پاکستان حکومت له دغه هېواده د افغان کډوالو د داوطلبانه وتلو لپاره د نومبر میاشت لومړۍ نېټه ټاکلې وه، چې د سه شنبې په ماښام د دغه ضرب الاجل وخت پوره شو او دا مهال د پاکستان پولیس هغه کډوال نیسي چې په خپله خوښه له دغه هېواده نه وو وتلي.

له دې سره د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي، چې افغانستان په دې وروستیو کلونو کې تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ دی.

د دغه سازمان په وینا، د لوږې او خوارځواکۍ بې سارې کچه، په تېرو دېرشو کلونو کې تر ټولو بده وچکالي او همدارنګه اقتصادي ناورین په هرو درېیو کسانو کې دوه یې اړمن کړي دي.