د کاناډا د کډوالو وزارت وايي، له پاکستانه دغه هېواد ته د افغانانو د لېږد په اړه پلان جوړوي

د کاناډايي رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د کډوالو چارو وزير له پاکستانه کاناډا ته د افغان کډوالو د لېږد په اړه د خپل پلان خبر ورکړی دی. مارک مېلر ویلي، چې په راتلونکو اونیو کې به له پاکستانه کاناډا ته د افغانانو د لېږدولو لپاره څو الوتنې پلان شي.

د کاناډايي رسنيو د راپورونو له مخې، مارک مېلر د پنجشنبې په ورځ (د لړم ١١مه) خبريالانو ته وويل، چې کاناډا ته د افغان کډوالو د لېږد پر وړاندې د ننګونو له امله له خپلو پاکستاني سيالانو سره په اړیکه کې دى.

نوموړي کاناډا ته د افغان کډوالو د لېږدولو د الوتنو د کره وخت او ځای په اړه څه نه دي ویلي.

سي‌بي‌سي نیوز مخکې راپور ورکړی و، چې د کاناډا د کډوالو، پناه غوښتونکو او تابعیت ادارې احتمالي افغان کډوالو ته د یوه لیک په استولو سره خبرداری ورکړی، چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

په دغه لیک کې له افغان کډوالو غوښتل شوي، چې د نیول کېدو په وخت په پاکستان کې د کاناډا له عالي کمېشنرۍ سره اړیکه ونیسي.

تراوسه دا څرګنده نه ده، چې د کاناډا پخواني څومره افغان همکاران په پاکستان کې د کډوالۍ ویزو ترلاسه کولو ته په تمه دي.

کاناډا دغه هېواد ته د څلوېښت زره افغانانو د لېږدولو ټاکلې موخې ته رسېدلې ده.

د پاکستان حکومت «ناقانونه» کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نیټې وخت ورکړی و، چې له دغه هېواده ووځي.

د شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا ۱.۷ مېلیونه افغانان د اوسېدو له اسنادو پرته ژوند کوي.

پاکستاني پولیسو د پنجشنبې په ورځ «د لړم ۱۱ مه» د «ناقانونه» پناه غوښتونکو نیول پیل کړل.

دغه کډوال تر نیول کېدو وروسته توقیف ځایونو ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه بېرته خپلو هېوادونو ته ستنول کېږي.

د بشري حقونو بنسټونو د دغه اقدام په اړه سخته اندېښنه ښودلې ده.