افغان کرېکټ ملي لوبډله د نړیوال جام د سیالیو په دوام د جمعې په ورځ له نیدرلېنډ سره مخ کیږي
افغان کرېکټ ملي لوبډلې په روان پنځوس اوریز نړیوال جام کې درې پرله پسې بریاوې ترلاسه کړې. د کرېکټ ملي لوبډله خپله ۷مه سیالي له نیدرلېنډ سره د هند په لکنهو ښار کې تر سره کوي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د سه شنبې په ورځ د (لړم ۹مه) ناوخته پر خپله اېکس پاڼه د افغانستان د ملي لوبډلې انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې افغان لوبډله د نیدرلېنډ لوبډلې سره د سیالۍ لپاره لکنهو ښار ته رسېدلې ده.
افغانستان او نیدرلېنډ په خپل منځ کې له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال نهه یو ورځنۍ لوبې کړې دي.
په دغه نهو یو ورځینو لوبو کې ۷ لوبې افغانستان او دوه لوبې نیدرلېنډ لوبډلې ګټلې دي.
خو دا لومړی ځل دی چې افغانستان او نیدرلېنډ لوبډلې په نړیوال جام کې یو د بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.
افغانستان د هند په کوربه توب په یو ورځني نړیوال جام سیالیو کې تر دې مهاله شپږ لوبې کړې، چې درې لوبې یې بایللې دي او درې هغه یې ګتلې او د ۶ نمرو په درلودلو سره د لسو هیوادونو د لوبډلو په نوملړ کې په پنځم مقام ولاړ دی.