له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه بېلابېل غبرګونونه
د نومبر لومړۍ نېټه چې له پاکستانه د څه باندې ۱.۷ میلیونه افغان کډوالو د ستنولو لړۍ پېل شوې ده، د پاکستان حکومت دغه ګام له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د بشري حقونو بنسټونو او د کډوالۍ نړيوالو سازمانونو د پاکستان پر دغې پرېکړې د نیوکې تر څنګ اندېښنه څرګنده کړه او د دوى په باور د ناقانونه افغان پناه غوښتونکو شړل له نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه ده.
ملګرو ملتونو، طالبانو، لوېدیځو ډیپلوماتانو او د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې پر خپلې دغې پرېکړې له سره غور وکړي
له دې سره، د پاکستان له خوا د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لپاره د ورکړل شوي ضرب الاجل له پای ته رسېدو سره سم، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ یو ځل بیا له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه دې لغوه کړي.
نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي چې، پاکستان باید په افغانستان کې د یوه بل ناورین د رامنځته کیدو لامل نه شي.
تېره ورځ له دغه هېواده د ناقانونه پناه غوښتونکو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د پاکستان له لوري د ټاکل شوي ضرب الاجل وروستۍ ورځ وه او پاکستاني چارواکو له دې مخکې اعلان کړی و، چې که له دغه مهالوېش وروسته ناقانونه کډوال له دې هېواده و نه وتل، د پولیسو لخوا د عملیاتو په پیل سره به تر پیژندلو وروسته له دې هیواد څخه واېستل شي.
د دغو غبرګونونو پر دوام د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک بیا تېره شپه ناوخته په نیویارک کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې د دې سازمان بېلابیلې ادارې د افغان کډوالو پر موضوع له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي.
نوموړی وايي: «موږ په زور سره د افغان کډوالو په اېستلو ډېره اندېښنه لرو او د ارزونو له مخې ډیری کډوال اوسمهال ستنېدو ته چمتو نه دي.»
اخوا په اسلام اباد کې د طالبانو په واک کې افغان سفارت د کډوالو جبري اېستلو ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان ته د سوداګرو کډوالو د پیسو لېږدولو په اړه کومه پالیسي نه شته او له امله یې «په پاکستان کې یوه مافیا رامنځته شوې چې د وتلو په چارو کې له کډوالو په بېلابیلو پلمو سره پیسې اخلي.»
دغه سفارت د چهارشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغان کډوالو او سوداګرو د نغدو پیسو او غیر نغدي اموالو د لیږد په اړه ناڅرګندتیا شته او هم د قانوني کډوالو بانکي حسابونه تړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، افغان کډوال او د هغوی کډې لومړی په لنډي کوتل سیمه کې جوړ شوي مرکز ته لېږدول کېږي او هلته تر بایومټریک او ثبت وروسته تورخم ته روانېږي.
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مسووله هیدر بار بیا وایي، «په پاکستان کې ډېری افغان کډوال د بندیزونو او له دې امله چې ښایي طالبان سزا ورکړي، بېرته افغانستان ته نه شي تللی.»
له دې سره، یو شمېر باوري سرچینو د افغانستان انټرنشنل پښتو برخې ته ویلي، د پاکستان امنیتي ځواکونه په دغه هېواد کې هغه افغانان هم نیسي چې امریکا ته د تلو پي یو، پي دوه او اېس ای وي او یا کاناډا، اسټرالیا او یا هم نورو اروپايي هېوادونو ته د تلو کېسونه لري.
په پاکستان کې ازاد خبریال حسن خان بیا د افغانستان انټرنېشنل له سپړنې خپرونې سره په مرکه کې وویل، «په پاکستان کې د وسله والو بریدونو له ډېرېدو سره چې مالومه شوه بې اسناده افغان کډوال پکې ښکېل دي، نو د دوی په ګډون یې دا ډول ټولو کډوالو ته د وتلو لپاره وخت ورکړ.»
اوس اندېښنې دا دي چې، د افغانستان اوسنیو سختو اقتصادي شرایطو ته په کتو سره به ستنېدونکي کډوال له څه وړ راتلونکي سره مخ شي.