د سپین بولدک ـ چمن دروازه د پاسپورټ نه لرونکو مسافرو پر مخ د دویمې ورځې لپاره هم تړلې ده
د سپین بولدک ـ چمن دروازه د چهار شنبې په ورځ د (لړم ۱۰مه) د پاکستان له لوري د هغو مساپرو پر مخ وتړل شوه، چې پاسپورټ او ویزه نه لري. دغه دروازه نن هم تړلې پاتې ده او یوازې ویزه لرونکي کسان له دغې لارې تېریدلی شي.
د سوېلي پښتونخوا د چمن ښار اوسیدونکي وايي، په دغه دروازه د عامو وګړو مساپرو او سوداګرو پرته اوس یوازې هغه کډوال پرېښودل کیږي چې د پاکستان له لورې په زور افغانستان ته لیږل کیږي.
د پاکستان له لوري د سپین بولدک دروازې د تړل کیدو په غبرګون تېره ورځ د چمن د اوسېدونکو او پاکستاني ملیشو تر منځ اخ و ډب هم رامنځته شو.
د چمن اوسیدونکو پر ډیورنډ فرضي کرښه پرتو امنیتي پوستو کاڼې و ورول او د ځایي پاکستاني امنیتي کسانو له لوري یې مخنیوی کیده.
د عبدالروف په نوم یو ځایي سوداګر د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن دروازې د تړل کیدو په اړه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «زما د میلیونونو افغانیو کاروبار د کرښې هاغاړې سپین بولدک کې دی، زه له تېرو لسو ورځو راهیسې خپل کاروبار لپاره د افغانستان لوري ته نه یم تللی، داسې زرګونه نور کسان زما په شان هم د دغې ستونزې سره مخ دي. موږ ازاد قبایل یو او موږ به هیڅ کله پر دغه سیمه پاسپورټ و نه منو.»
وړاندې تر دې پر دغه دروازه تګ راتګ د افغانستان پر پيژندپاڼه او د پاکستان پر شناختي کارټ تر سره کېده خو د پاکستان حکومت اعلان کړی چې تر دې وروسته به پر دغه دروازه تګ رتګ پر پاسپورټ او ویزې تر سره کیږي.