له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته دوه میلیارډه افغانۍ بودجه ځانګړې شوه
په تورخم کې پنځه زره کډوالو ته دوه پڼډغالي له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د دې تر څنګ دغلته د نظم او پالنې له پاره ټاکل شویو خدمتي کمېټو هم فعالیت پیل کړ.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چې دغه پڼدغالي د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ په تورخم ښارګوټي کې جوړ او دوولسو کاري کمیټو په کې فعالیت پیل کړ.
د چارواکو په خبره، راستنېدونکو کډوالو ته دوه ملیارډه افغانۍ بودجه ځانګړې شوې چې په لومړنیو اړینو خدمتونو به ولګول شي.
د طالبانو د کډوالو چارو وزارت همداراز لیکلي چې، له پاکستانه نویو راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیایي ډلو، د کډوالو د ثبت لپاره چټکتیا، ټولو مېشتو کډوالو ته د خوراکي توکو، سیمکارټونو او ان هغو کسانو ته چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د کډو د لیږد په برخه کې لومړنۍ اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
له دې سره د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز هم په اېکس پاڼه د چمن له لارې د ستنېدونکو کډوالو له پاره د سپين بولدک په غازي عبدالله خان لېسه کي د ځاى، روغتیايي خدمتونو، خوراکي توکو او نورو اړینو اسانتیاوو د برابرولو خبر ورکړ.
د سپین بولدک امنیه قومندان هم ویلي چې، د ټرانسپورټ ریاست خپل ۱۰۰۰۰ غټ موټر په واک کې ورکړي چې هر ولایت ته کډوال په خپل لګښت ولیږدوي.
د یادولو ده چې، تر دې دمه شاوخوا یو نیم لک کډوال یوازې د تورخم له لارې او په زرګونه نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شوي دي.