پاکستاني فعالان او سیاستوال: د افغان کډوالو د اېستلو مخنیوي لپاره دې ستره محکمه رامخکې شي

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، یو شمېر پاکستاني سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو د چهارشنبې په ورځ د پاکستان سترې محکمې ته د غوښتنلیک په لیږلو سره د افغان کډوالو د اېستلو د مخنیوي غوښتنه وکړه.

دوی له محکمې غوښتي چې د دغو کډوالو اېستل «غیر قانوني او د اساسي قانون خلاف» اعلان کړي.
د لاسلیک کوونکو په منځ کې د پښتون ژغورنې د پیژندل شوي فعال محسن داوړ او د پاکستان د پیپلز ګوند د مهم غړي فرحت الله بابر نومونه هم شامل دي.
ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان سترې محکمې تر اوسه د دغه غوښتنلیک په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.
د دې محکمې پرېکړه به د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو په اړه د پاکستان د حکومت په پرېکړه ژوره اغېزه وکړي.
په دغه لیک کې چې د چهارشنبې په ورځ د پاکستان سترې محکمې ته سپارل شوی، ویل شوي چې د افغان کډوالو اېستل «د هغوی د اساسي قانون له حقونو څخه پراخه سرغړونه» ده.
همداراز ویل شوي چې دا پریکړه د کډوالو د پنځه څلویښت کلن کوربه توب، کډوالو، پناه غوښتونکو او آن د هغو کډوالو پر وړاندې چې ثبت شوي نه دي، د پاکستان له سیاست سره په ټکر کې ده.
غوښتنلیکونکي وایي چې دا پرېکړه د سرپرست حکومت له واک څخه لوړه پرېکړه ده.
د پاکستان حکومت په رسمي ډول اعلان کړی چې د پنجشنبې په ورځ بې اسناده افغان کډوال نیسي او افغانستان ته د بېرته ستنېدو مرکزونو ته یې لېږدوي.
ملګرو ملتونو، طالبانو، لوېدیځو ډیپلوماتانو او د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي، خو د دغه هیواد چارواکو ویلي دي چې د ۱.۷ میلیونه بې اسنادو کډوالو اېستل د پاکستان د نړیوالو او کورنیو قوانینو سره سم دي.
دغو پاکستاني سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو د دغه هېواد له سترې محکمې غوښتي چې د بې اسنادو کډوالو د اېستلو په اړه د حکومت پرېکړه دې "غیر قانوني او د هېواد د اساسي قانون خلاف" اعلان کړي.