په م، م کې د افغانستان استازي له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ودروي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق د دغه سازمان د عمومي اسامبلۍ د درېیمې کمېټې په غونډه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ څخه وغوښتل چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ناوړه وضعیت ته پاملرنه وشي.
فایق دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کړې چې تېره ورځ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر پیل شو.
د پاکستان حکومت مخکې ویلي و، له دې هیواده به یوازې هغه کډوال اېستل کیږي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، خو ډېری هغه افغان کډوال چې له تېرو څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسېدل او د اوسېدو قانوني اسناد یې هم لرل، په دې بهیر کې له پاکستانه وتلو ته اړ شوي دي.
نصیر احمد فایق د افغان کډوالو د کړکیچن وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل: «زه غواړم ستاسو پام په ګاونډیو هیوادونو په تېره بیا پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ناوړه وضعیت ته را واړوم. افغان کډوال له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د اوږدمهاله جګړو، تاوتریخوالي او د انساني طبیعی ناورینونو له امله جبری بې ځایه کېدل زغمي.»
فايق په افغانستان کې د طالبانو د تاوتريخوالي او په دغه هېواد کې د يوه مشروع او قانوني حکومت نشتوالي ته په اشارې سره وويل چې په ګاونډيو هېوادونو کې افغان کډوال سملاسي پاملرنې او مرستې ته اړتيا لري.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي همدا راز د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو سره، د کډوالو د اېستلو په اړه پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.
د پاکستان حکومت د اکټوبر په لومړیو کې په دغه هیواد کې له مېشتو افغان کډوالو چې د اوسېدو رسمي اسناد نه لري وغوښتل چې د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له دغه هېواده ووځي، که نه نو په زوره به و اېستل شي.
پاکستان بیا له ژمنې سره سم، د نومبر په لومړۍ نیټه د دغه هېواد په ټولو ښارونو کې د افغان کډوالو نیول او شړل پیل کړل او اوسمهال زرګونه افغانان یا په خپله خوښه او یا هم په زور سره د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه افغانستان ته اړوي.
د یادولو ده چې په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه هم د افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک شوی دی او هره ورځ په سلګونه افغانان له ایران څخه د هرات او نیمروز د پولو له لارې اېستل کیږي.
د تېر حکومت یو شمېر پوځیانو، خبریالانو او د بشري حقونو فعالانو چې په تیرو دوو کلونو کې په ایران او پاکستان کې پناه اخیستې، له دغو هیوادونو د اېستلو سره د طالبانو د نیول کېدو او ځورونې له ګواښ سره مخ دي.