افغان کډوال: له پاکستانه د اېستلو په برخه کې طالبانو هیڅ ډیپلوماټیکه هڅه و نه کړه

په پاکستان کې دېره افغانان وايي له تېرو دوو میاشتو چې پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو په اېستلو لګیا دي، تر دې دمه نه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او نه بل داسې پلاوی اسلام اباد ته راغی چې د خپلو خلکو په شته ستونزو د پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

دغه کډوال وايي د کلونو، کلونو خواري او زحمتونه یې په اوبو لاهو شوي او ان نه شي کولای چې خپله قانوني شتمني یا د کور کاڼي کودي له ځانونو سره ولیږدوي.
په پېښور کې افغان کډوال چې مستعار نوم یې نصیر احمد دی وايي چې دلته یې د دېرشو کالو ټوله زنده ګي پاتې شوه، د خلکو سره شوې سوداګریزې معاملې ترېنه پاتې شوې او اوس تش لاس هېواد ته ستنیږي.
هغه وړاندې وایي: «له تېرو پنځه ویشتو کالو مې په پیښور کې د رختونو دوکان لاره ما له ډېرو نورو هټیوالو سره د رختونو د پېر او پلور معاملې لرلې، ما به رختونه په اوګرايي پلورل او د هرې اوونۍ په پای کې به مې خپلې پیسې له هټیوالو راټولولې، زما په ملیونونو کلدارې اوس هم په هټیوالو پاتې دي او هغوی هم په دې پوهېدل چې موږ له دغې خاورې باسي نو تر اوسه یې زما پیسې رانه کړې او اوس تش لاس خپل وطن ته ستنیږم.»
یو بل افغان کډوال د عبدالجبار په نامه هم ورته خبره کوي، هغه وايي: «دلته موږ ته وویل شول چې دوی له پنځوس زره کلدارو څخه زیاتې پیسې نه شي وړلای که داسې وي نو موږ به هلته څه خورو د دغو کلدارو څخه خو شاوخوا پنځلس زره افغانۍ جوړیږي چې زموږ د یوې میاشتې له پاره هم بسنه نه کوي.»
دغو دوو افغان کډوالو ته ورته نور افغانان هم زیاتې ګیلې او شکوې لري، د دوی نیوکه نن سبا په افغانستان کې پر واکمنو طالبانو دي چې د دوی په خبره لا تر اوسه یو طالب چارواکی اسلام ته نه دی ورغلی چې د دغه هېواد له چارواکو سره د دوی پر ستونزو وغږیږي او د ستونزو د هواری له پاره یې قانوني لارې چارې ولټوي.
په ټوله کې د دغه شان مسلو د هواري له پاره تر ټولو غوره لارې ډیپلوماتیکې هلې ځلې دي، هر کله چې د دوو هېوادونو تر منځ ورته ستونزې را ولاړیږي، نو ورسره جوخت یې ډیپلوماټان سفرونه کوي او په ډیپلوماټیکو هلو ځلو یې د هوارولو لارې چارې لټوي، خو په تېرو دوو، دریو میاشتو کې د افغانستان له لوري یو داسې پلاوی پاکستان ته نه دی ورغلی چې د دغو ستونزو د هواررولو له پاره هلې ځلې وکړي.
ګڼ افغان کډوال پر واکمنو طالبانو شک کوي چې یا خو د اسلام اباد سره د کډوالو په ایستلو کې د پردې تر شا یوه خوله دي، او یا هم د دوی د ډېرو چارواکو کورنۍ په پاکستان کې مېشتې دي له دې وېرې چې هغوی ته ستونزې را ولاړې نه شي، نو په دې برخه کې یې لاسونه تړلي او غبرګون نه شي ښودلای.