مولانا فضل الرحمان: د افغان کډوالو د ستنولو موضوع دوه اړخېزه ده
د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغان کډوالو د ستنولو موضوع دوه اړخیزه ده. هغه لیکلي:«د افغان کډوالو د ستنولو پر مهالوېش او د تګلارو په اړه دې له افغان حکومت سره خبرې وشي.»
هغه زیاته کړې، ځايي اداره او با نفوذه کسان د ناقانونه تر نامه لاندې په قانوني توګه مېشتو افغانانو ته هم ګوتڅنډنې کوي او د هغوی د پانګو او جایدادونو د نیولو لپاره یې ظالمانه چلند خپل کړی، چې دا به له ګاونډي هېواد سره پر اړیکو منفي اغېزې وکړي.
د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم په اېکس پاڼه لیکلي، یو ځلې بیا له پاکستانه غواړي چې د افغان کډوالو ډلهییزې اېستنې په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي؛ کنه دا به افغانانو لپاره یو بل «ناورین» رامنځته کړي.
نوموړي ویلي، چې د افغانانو د حقونو د دفاع لپاره به درېږي.
ورته مهال ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي سرپرست استازي نصیر احمد فایق د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې د پاکستان پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دغې پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنه یې کړې ده.
ښاغلی فایق د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په درېیمه کمیټه کې د وینا پرمهال ویلي، د کډوالو ستنېدل باید د منل شویو نړۍوالو اصولو سره برابر وي.
هغه زیاته کړې، چې په پاکستان کې افغان کډوال «د خپل سرې نیونې او ځورونې» سره مخامخ دي.
هغه له پاکستانه غوښتي، چې د افغانستان اوسني کړکېچن وضعیت ته په کتو دې خپله پرېکړه بېرته واخلي.
د پاکستان حکومت د اکټوبر په درېیمې نېټې افغان کډوالو ته د دغې میاشتې تر پایه پورې ضرب الاجل ټاکلی و، چې ټول ناقانونه کډوال دې په خپله خوښه دغه هېواد پرېږدي؛ کنه نو له قانوني چلند سره به مخ شي.
د پاکستان لهخوا ورکړل شوی ضرب الاجل پایته ورسېده، که څه هم د پاکستان حکومت تېره ورځ اعلان وکړ چې د ناقانونه کډوالو پر وړاندې به عملیات سر له سبا د نومبر په دویمې نېټې پیل کړي؛ خو راپورونه ښیي چې په ځینو ښارونو کې دغه چاره پیل شوې ده.
د تورخم دې غاړې ته طالب چارواکو د دغو کډوالو لپاره دوه لنډمهاله پنډغالي جوړ کړي او هاغاړې ته پاکستاني چارواکو د کډوالو مرکز لنډي کوتل ته لېږدولی دی.