د ضرب الاجل ختمېدو سره هم‌مهاله؛ د پاکستان په ټولو ښارونو کې پراخ عملیات پیل شوي

د پاکستان حکومت له‌خوا ناقانونه کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل ختمېدو سره هم‌مهاله د اسلام اباد پولیسو په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناقانونه بهرنیانو اېستل پیل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې تازه ۶۴ ناقانونه افغان کډوال چې د اسلام اباد په یوه زندان کې بندیان وو د پولیسو تر څارنې لاندې خپل هېواد ته د ستنېد لپاره ولېږدول شول.
د کراچۍ⁩ پوليس وايي، څلور افغانان يې نيولي چې د دوي په وینا د اوسېدو اسناد نه‌لري.

د کراچۍ صدر سیمه کې نيول شوي کسان يوه مرکز ته لېږدول شوي، چې له هغه ځایه به افغانستان ته واستول شي.
له بلې خوا پېښور‬⁩ کې د پوليسو يو افسر کاشف افتاب عباسي وايي، په بېلابېلو برخو کې ‏پولیس په پلټنو بوخت دي او 'ناقانونه' افغانانو لپاره يې درې مرکزونه جوړ کړي دي.
هغه وايي، ناقانونه افغانان هڅوي چې پاکستان پرېږدي.
هغه زیاته کړې، په بېلابېلو سيمو کې د ‘ناقانونه‘ افغانانو نيولو او ځانګړو پنډغالو ته د لېږدولو لپاره یې په بشپړ ډول چمتوالی نېولی دی.
⁧ورته مهال پنجاب‬⁩ کې بيا د پوليسو مشر ویلي، د نومبر له ‏درېیمې نيټې به د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو کار پيل کړي او دې لپاره یوه تګلاره هم جوړه شوې ده.
د پاکستان مرکزي حکومت بيا وايي، ټول هېواد کې يې د افغانانو په موقتي توګه د ساتلو لپاره ۴۹ پنډغالي جوړ کړي دي چې افغان کډوال به په کې د لڼډې مودې پاتې کېدو وروسته خپل هېواد ته ولېږدول شي.
همدغه تېره ورځ د پاکستان حکومت اعلان کړې و، چې د ناقانونه کډوالو پر وړاندې به دغه عملیات سر له سبا د نومبر له دویمې نېټې پیل شي؛ خو ان د نومبر له لومړۍ نېټې وړاندې هم د افغان کډوالو د نیولو لړۍ په بېلابېلو ښارونو کې روانه وه.