له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د ستنېدو په دوام، له ۷۰۰۰ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي
د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه له اوو زرو ډېر افغان کډوال په زور او په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه وزارت د سپین بولدک د سرحدي امریت په حواله پر خپل اېکس پانه لیکلي، چې د سه شنبې په ورځ د (لړم ۹مه) ۷۰۰ کورنۍ چې ټولټال ۴۵۰۰ تنو کېږي د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
دغه وزارت وايي، دغه افغان کډوال په زور له پاکستانه شړل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، افغانستان ته ستانه شوي تازه افغان کډوال یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي سازمان ته د مرستو تر لاسه کولو لپاره ور پېژندلي دي.
همدارنګه د طالبانو د کډوالو او ستېدونکو چارو وزارت وايي، په همدغه ورځ له ایرانه ۳۶۰۸ تنه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي.
د دوی په خبره، له ایران څخه افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي.
له تېرو څو اونیو راهیسې هره ورځ زرګونه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستنېږي، ځکه د دغه هېواد له لوري د هغو افغان کډوالو پر وړاندې جدي عملیات پیل شوي؛ کوم چې د قانوني اسنادو پرته یې هلته ژوند کاوه.